د افغانستان زرکلنه ونه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i107858-د_افغانستان_زرکلنه_ونه
دا لومړې ځل نه وو چی د مسلمانانو په زړه د ورور داغ لګیده ، هماغه ډول چی وروستې ځل هم نه وو ، یوه اونۍ وروسته هم د کندهار شیعیان په داسې حال کې چی لمونځ یې ادا کاوه او د خدای د ذکر لپاره د جمعې په ورځ راغونډ شوي وو ، همدغه پیښه وشوه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 04, 2021 12:45 Asia/Kabul
  • د افغانستان زرکلنه ونه

دا لومړې ځل نه وو چی د مسلمانانو په زړه د ورور داغ لګیده ، هماغه ډول چی وروستې ځل هم نه وو ، یوه اونۍ وروسته هم د کندهار شیعیان په داسې حال کې چی لمونځ یې ادا کاوه او د خدای د ذکر لپاره د جمعې په ورځ راغونډ شوي وو ، همدغه پیښه وشوه .

په داسې حال کې چی درستې دنیا د کرونا له ویرې ځانونه په خپلو کورونو کې بندي کړي دي او درسته اندیښنه یې د لاسونو وینځل دي ،د کندوز بې وزله او ستړی مسلمانان ، له جنګ ، ترور او نیواکه ستړي خلک له کوم ماسک او ساتونکی درلودلو پرته د جمعې لمانځه د ترسره کولو لپاره راغونډ شول .هغوی چی یوازنۍ خوشحالۍ یې دا وه چی څو میاشتې کیږی د چاودنې او د خپلو خپلوانو د وژل کیدا غم یې نه ووو لیدلې ، له هیلې په ډک زړه د جمعې لمانځه خطبې یې اوریدلې .

خطبې ختمې شوې او لمومځ کونکي د لمانځه د ادا کولو لپاره چمتو کیدل چی هماغه د تیرو کلونوپیښه وشوه. بیا هم خوشحالی په غم او اه و فریاد کې بدله شوه . هر کس د خپل ګران لاس نیولې له یوې خوا بلې خوا ته په تیښته وو ، ډیر کسان له کنډوالو د خپلو عزیزانو په ژوبلو او مړیو پسې ګرځیدل ، ، د مصیبت لیدلیو او ویریدلیو خلکو شور او فریادونهد سید اباد په واټونو او کوڅو کې تر ساعتونو اوریدل کیدل . هر کس د خپل ورور ، زوی او پلار  ژوبل بدن په غیږ کې نیولې او سپور یا پلې دروغتون په لور روان دی تر څو د خپل عزیز ژوند وژغوری .

د جومات دروازه او دیوالونه د هغو بیګناه کسانو په وینو اخښل شوی وو چی نیت یې د لمانځه ادا کول وو او جرم یې همدغه وو . هغو د خپل مولا امام علی علیه سلام اقتدا وکړه او په جای نماز یې ځان ورکړ .

دا لومړې ځل نه وو چی د مسلمانانو په زړه د ورور داغ لګیده ، هماغه ډول چی وروستې ځل هم نه وو ، یوه اونۍ وروسته هم د کندهار شیعیان په داسې حال کې چی لمونځ یې ادا کاوه او د خدای د ذکر لپاره د جمعې په ورځ راغونډ شوي وو ، همدغه پیښه وشوه .

««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

هو کابو څلویښت کاله کیږي چی د جنګ او نیواک په سیوره کې په افغانستان کې دغه ناڅاپی پیښې رنګ بدل کړی دی او همیشنې شوې دې . څلویښت کاله کیږی چی د عزیزانو وژل کیدا په افغانستان کې هغه بلا ده چی هر یو او هر ځای کې ورسره مخامخ دی . یوه ورځ شوروی ، یوه ورځ انګلستان ، یوه ورځ مارکسیزم او یوه ورځ امریکا . دغه ټولې ورځې هغه تورې شپې دي چی د افغانستان د تاریخ په زړه ناستې دي .

که دغه تورتمې ورځې او شپې او د نورو ډیر غوښتنې  نه وای نو د افغانستان درستو قومونو لکه پښتون ، ترکمن ، ازبک او بلوچ نیولی تر هزاره ، قزلباش و ساداتو ټولو د یوه بل په څنګ کې په ارامښت ،سولې او مینې کې ژوند کاوه . دغه صبور او مصیبت لیدلي تل د دوستۍ او سولې غوښتونکی دي ، هغو حتی د جنګ په همدغو کلونو کې له شیعه او سنی ته له پام پرته د یوه بل په څنګ کې مصیبت زغملی او د یوه بل غمخوار دي .

څلویښت کاله مخکې کله چی په ایران کې د خمینی لمر طلوع شو ، نو رڼا یې په هغه توره شپه چی شوروی پر افغانستان غوړولی وه ، وځلیده . دغه لمر د مجاهدینو شیعه او سنی ډلې متحدې کړې تر څو شوروی له خپلې خاورې وباسی . امام خمینی رح چی اوس هم د افغان مسلمانانو د زړه سر دې ، د دغو خلکو په شجاعت ، زړهورتیا او مظلومیت ټینګار درلودلی او افغان مجاهد ځوانان یې عزتمن ځوانان وبلل چی د شوروی په نوم بت یې مات کړ . امام راحل افغان مجاهدین پیاوړی چریکان وبلل چی شوروی ته یې داسې څپیړه ورکړه چی نور یې سر اوچت نکړې شو .

اوس کلونه کیږی چی د ختیځ او لویدیځ مکارلومړان په مکر او حیلې بوخت دي تر څو هغه دیر مثالی او بت ماتونکې اتحاد خراب کړی . دوی یوه ورځ د قومی او قبیله ای اختلافاتو او بله ورځ دشیعه او سنی د اختلافاتو په پلمه په دغه اتحاد ګوزار کړې دې . دې ځل د هغو پلمه په مذهب کې توپیر ده ، د هغو په خبره د شیعه او سنی اختلاف . دوی ته پته نشته که څه هم شیعه او سنی دوه مختلف مذهبونه دي خو هیڅکله ترمینځ یې اختلاف نشته ځکه چی دین ، خدای ، رسول اوکتاب یې یو دي . شیعه وی یا سنی قبله یې یوه ده ، لمونځ د یوه خدای لپاره ادا کوی او جومات ته احترام او درناوې لری .

«««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

افغانستان د شیعه او سنی د اتحاد ټاټوبې دې ، د افغانستان خلک په وحدت او اتحاد کې له نور اسلامی امت لږ بره دي . دغه پیوستون د یوه بل په څنګ کې د شیعه او سنی د معقول ګډ ژوند نتیجه ده ، خو اکه چی دغه ارزښتمن او خوږ واقعیت ددغو خلکو په دښمنانو دومره ښه نه لګیده .

هغه بوږنونکی او سختې پیښې چی د افغانستان ځای ځای یې شاهد دې ، ډیر ښه ثابتوی چی د افغانستان دښمنانو د شیعه او سنی اخوت او وحدت هدف ګرځولې دې . له دغو ټولو شیطنتونو او مکر سره سره د افغانستان صابرو او ځیرو خلکو په ځلونو ثابته کړی ده چی

حاضر ندي په دومره اسانۍ سره له وحدت او پیوستون لاس واخلي . په افغانستان کې بیلا بیلو قومونو او توکمونو د دو سترو مذهبونو حنفی او جعفری د پیروانو په چوکاټ کې  کلونه کلونه کیږی چی د یوه بل په څنګ کې په اسلامی صمیمیت ، وروګلوي او مینې کې ژوند کوي . په جوماتونو کې د یوه بل تر شاه لمونځ ادا کوی ، د یوه بل د جنازې په دستورو کې ګډون کوي او په غم او شادی کې د یوه بل په څنګ کې ولاړ دي . اهل سنت وروڼه د شیعیان د ویر او ماتم یعنی د امام حسین ع د شهادت په شپو ورځو کې عزادارۍ کوی او امام ع یادوی . نذر ورکوی ، نشانپه لاس کې اخلی ، سینه وهی او اوښکی بهوی . البته چی امام حسین ع له درستو سره اړه لری او د هغه حضرت ورځې د نور او وحدت ورځې دي .

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

د شیعیانو او اهل سنتو وروګلوی له دې امله نده چی دین یوه وګړنیزه چاره ده او نه په دې دلیل ده چی هر کس لپاره د هغه نظر محترم دې ، نه د مذهبونو د نفی له امله ده او نه د ګډ دښمن د درلودلو او اضطرار په بنیاد جوړه شوی ده . د دغه وحدت جرړه په دې کې ده چی دغه ټول مذهبونه د رسول ا... مبارک امت واحده دی . په دغه امت واحده کې هرکس یو رول لري ټول له یوه بل سره یو دي او واحد هویت جوړوی .دا یو حقیقی وحدت دی او نه یو اجتماعی باور چی د اضطرار له امله رامینځته شوی وی . د دغه واحد بیکر غړي یو بل نه تکفیروی ، یوه بل پرضد پاڅون نه کوی او یو بل ته تاوان نه رسوی ، خو داچی بهرنی عامل هغو ناروغه کړی وي . کلونه کیږی چی د اسلام دښمنان دغه د بهرنی عامل لوبه کوی تر څو امت واحده له داخله ګډه وډه کړی .

د دغوبهرنیو عواملو تجلی زمونږ په وخت کې د تکفیر لیدتوګه ده . هغه لیدتوګه چی سمبول یې د داعش په شان ډلې دي . غرضي یا دوکه شوي  کسان چی له هیڅ جنایته ډډه نه کوی او له ټولو بدتره دا چی دغه جنایتونه د اسلام په نوم روا بولي .

هغه دین چی پیشوایان یې حتی د خپلو قاتلینو په نسبت هم عدالت رعایتوی ، هیڅکله او په هیڅ منطق د بیګناه کسانو ، میرمنو ، ماشومانو او سړیو د وژلو حکم نه ورکوی . یوازې ناروغه ذهن له اسلام داسې تفسیر درلودلی شی . هغه ذهن چی داسې تعبیر یې منلی په مسلمه توګه د انس و جنس شیطانانو له افیون سره مسخص شوی دی کنی هر عقل سلیم پوهیږی چی درې کلن ماشوم ګناه نلری . په کومه ګناه ماشومان وژنی چی په ډیرې پاکۍ سره د خدای په کور کی په لمانځه ولاړ دي ؟دهغه قاتلین نه یوازې مسلمانان ندي بلکې له  انسانیته هم بی خبره دي . دوی ځان په هر نوم چی ونوموی د عذاب مستحق دي . هغه عذاب چی هیڅکله له هغه خلاصې نشته .

«««««««««««««««««««««««««««««««««

خدایا له دغه ټولې بلا او مصیبت ، د مځکی له تنګی او اسمان له خساست تا ته پناه وړو . مونږه په هره سختۍ او اسانۍ سره  په تا اعتماد کوو ،او د خپلو چارو د اصلاح لپاره له تا پرته بل هیچا ته هیله نلرو . خدایا په محمد و ال محمد ص چی اطاعت دې یې پر مونږه واجب کړی دی ، قسم درکو زمونږ چارې  داسې سمې کړې چی د سترګو په رپ کې مونږ ته نږدې شی . امین یا رب العالمین