سلګونه تنه افغانستانیان په څه کم دریو میاشتو کښې وژل شوي دي
Nov 05, 2021 02:40 Asia/Kabul
-
فایل فوټو
له تیرو دریو میاشتو نه په کمه موده کښې له څلورو سوو نه ملکي افغانان د ترهګرو بریدونو له امله وژل شوي دي
له تیرو دریو میاشتو نه په کمه موده کښې له څلورو سوو نه ملکي افغانان د ترهګرو بریدونو له امله وژل شوي دي
افغان سرچینو اعلان وکړ چې د اګست له پنځلسمې څخه په افغانستان کښې قدرت ته د طالبانو له رسیدو راهیسې د قندوز، قندهار او ننګرهار په شمول د دغه هیواد په مختلفو سیمو کښې څو ترهګرې حملې شوې دي چې له امله یې څه باندې ۴۰۰ملکي وګړي وژل شوي چې زیاتره په کښې شیعه مسلمانان وو او هم داشان تقریباً ۵۲۰ تنه هم زخمي شوي دي.
د دغو چاودنو او حملو پړه داعش ترهګرې ډلې په غاړه اخیستې ده.
د طالبانو موقته حکومت هم ژمنه کړې ده چې په افغانستان کښې به داعش ترهګره ډله وځپي.
ټیګونه