طالبان د خپلې کابینې د ترمیم کوشش کوي
Nov 07, 2021 03:56 Asia/Kabul
د طالبانو لنډمهاله حکومت د یوې ټول شموله کابینې د جوړولو په لړ کښې د خپل نیت خبر ورکړی دی
طلوع نیوز رپورټ خپور کړی چې د طالبانو مرستیال ویاند بلال کریمي وویل: دغه ډله هڅه کوي د کابینې په ترمیم سره د توانمنو کسانو په کارولو سره د یوې ټول شموله کابینې د جوړولو لپاره حالات برابر کړي.
هغه په دې خبرې سره کابینې په بشپړیدو ده، وویل: اصلاحي کابینه به له ټولو ډلو څخه د پوهو، متخصصو او کارنده کسانو جوړه وي.
دا څرګندونې په داسې حال کښې شوې دي چې په افغانستان کښې د طالبانو له حکومت د کابو دریو میاشتو په تیریدو سره نړۍ لاهم دغه حکومت ټول شموله نه ګڼي او د یو پراخ بنسټه حکومت په جوړیدو باندې تاکید لري.
ټیګونه