افغانستان کښې د بمونو شنډول لس کاله وخت غواړي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i107952-افغانستان_کښې_د_بمونو_شنډول_لس_کاله_وخت_غواړي
افغانستان کښې د ملګرو ملتو سیاسي دفتر (یوناما) ویلي چې په دغه هیواد کښې د پاتې شویو بمونو شنډول لږترلږه لس کاله وخت اخلي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 07, 2021 03:59 Asia/Kabul
  • افغانستان کښې د بمونو شنډول لس کاله وخت غواړي

افغانستان کښې د ملګرو ملتو سیاسي دفتر (یوناما) ویلي چې په دغه هیواد کښې د پاتې شویو بمونو شنډول لږترلږه لس کاله وخت اخلي.

یوناما پرون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل چې په افغانستان کښې له جنګه د پاتې بمونو او مهماتو د شنډولو د پروګرام د دوام لپاره سږ کال او راتلونکې کال ۱۵۰ میلیون ډالرو ته ضرورت دی.

په دغه رپورټ کښې هم داشان راغلي چې ۵۰ میلیون ډالر د روان کال لپاره او ۱۰۰ میلیون ډالر په راتلونکي کال کښې د ماینونو د شنډولو د پروګرام د دوام لپاره اټکل شوي دي.

د ویلو ده چې په افغانستان باندې د شوروي د تیري او همداشان د امریکې د حملې راهیسې تراوسه زرګونه کړۍ ښخ کړی شوي ماینونه لا هم نه دي شنډ کړی شوي او د خلکو ژوند ګواښي.