د ناامنۍ له امله سلګونه افغان ماشومان مړه شوي دي
یو نړیوال ارګان په تیرو شپږو میاشتو کښې په افغانستان کښې د شخړو او جنګونو له امله د ۴ سوه ۶۰ ماشومانو د وژل کیدو خبر ورکړ
د ملګرو ملتو له ماشومانو د ملاتړ ادارې (یونیسف) په یو رپورټ کښې په افغانستان کښې په ناامنیو کښې د ماشومانو له حالته د اندیښنې په ښودلو سره وویل: د سږ کال په وړومبیو شپږو میاشتو کښې په افغانستان کښې د تاوتریخوال له امله له ۴۶۰ زیاتو ماشومانو ژوند بایللی او سلګونه نور هم زخمي شوي دي.
دغه ارګان د افغانستاني ماشومانو له وضعیته د اندیښنې په ښودلو سره ټینګار کړی چې د ماشومانو حفاظت او ساتنه باید د طالبانو د حکومت وړومبیتوب وګرځي.
د یونیسف رپورټ وايي چې ماشومان له جنګه د پاتې شویو مهماتو او بمونو له امله یې له خطر سره مخامخ دي او د افغانستان حکومت ته پکار دي چې د دې ستونزو د هوارولو کوشش وکړي.
په عین حال کښې د بشري حقوقو څارونکي هم په یوه خبرپاڼه کښې په افغانستان کښې د ماشومانو د حالت د ښه والي لپاره د فوري نړیوالو مرستو غوښتنه وکړه.