د چین او د طالبانو چارواکو له یوبل سره خبرې وکړې
(last modified Sun, 07 Nov 2021 07:43:42 GMT )
Nov 07, 2021 12:13 Asia/Kabul
  • د چین او د طالبانو چارواکو له یوبل سره خبرې وکړې

تسنیم خبري اژانس وايي په کابل کښې د چین د سفیر او د طالبانو د موقته حکومت د خارجه وزارت سرپرست په کتنې کښې د دوه اړخیزه تجارتي اړیکو د پراختیا د لارو چارو په هکله غور وشو .

د طالبانو د خارجه وزارت سرپرست امیر خان متقي او په کابل کښې د چین سفیر« وانګ یو»  په کتنې کښې د دوه اړخیزه اړیکو ، تجارت او چین ته د افغانستان د چلغوزو د صادراتو او دغه راز د دواړو هیوادونو د خارجه وزیرانو د کتنې د تعقیبولو په هکله خبرې وشوې .

په افغانستان کښې د چین سفیر په دغه کتنې کښې ژمنه وکړه چې د افغانستان د تاجرانو لپاره د چین د ویزو په ورکولو کښې اسانتیا رامینځته شي .

د چین د خارجه وزارت ویاند« وانګ ونبین» هم مخکې د افغانستان د بدلونونو په ارتباط ویلي وو د طالبانو پرضد بایکاټونه به د افغانستان د  مشکلاتو او د مسائیلو د حل کیدا سبب نشي .

هغه ویلي وو نړیواله ټولنه باید افغانستان د یوې (۱) مثبتې او د سمې لارې په لور هدایت کړي .

د چین د خارجه وزارت ویاند وانګ ونبین دغه راز په افغانستان کښې د امریکا جنایتونه د بشري حقوقو لپاره نه پاکیدونکی داغ وباله .

هغه د امریکا جنګ غوښتنو ته په اشارې سره وویل په تیرو شلو (۲۰) کلونو کښې په افغانستان کښې د امریکا جنګ او پوځي عملیات د څه د پاسه اته لکه (۸۰۰۰۰۰) کسانو د وژل کیدا سبب شوي چې درې لکه پینځه پنځوس زره (۳۵۰۰۰۰) پکښې ملکي وګړي دي .

وانګ ونبین زیاته کړه امریکا باید د نورو هیوادونو په کورنیو چارو کښې لاسوهنې او د بشري حقوقو خلاف ورزیانې پاې ته ورسوي .

 

ټیګونه