د افغانستان دبحران دحل لپاره له درستو نړیوالو اورګانونوسره ملګرتیاکوو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i108010-د_افغانستان_دبحران_دحل_لپاره_له_درستو_نړیوالو_اورګانونوسره_ملګرتیاکوو
د خواړو نړیوال پروګرام له دې مخکې وئیلي وو،په افغانستان کې د یوه انساني ناؤرین دمخنیوي لپاره باید په دغه هیوادکې د انسان دوستۍ مرستې سملاسي زیاتې شي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 08, 2021 01:56 Asia/Kabul
  • د افغانستان دبحران دحل لپاره له درستو نړیوالو اورګانونوسره ملګرتیاکوو

د خواړو نړیوال پروګرام له دې مخکې وئیلي وو،په افغانستان کې د یوه انساني ناؤرین دمخنیوي لپاره باید په دغه هیوادکې د انسان دوستۍ مرستې سملاسي زیاتې شي .

 تسنیم خبری اژانس راپور  ورکړ ،په افغانستان کې د طالبانو د موقته حکومت د مشر دوهم مرستیال عبدالسلام حنفي  پرون د خواړو د نړیوال پروګرام  له اجرائي مشر ډيویډ بیزلي سره په کتنې کې  ټينګار کړی ،  دغه حکومت  دافغانستان د بحران دحل لپاره  له درستو نړیوالو اورګانونو او موسیسو سره  ملګرتیا ته تیار دی .

ډیویډ بیزلي  هم په دغې کتنې کې وئيلي ، په افغانستان کې د انساني ناؤرین دمخنیوي لپاره د خواړو نړیوال پروګرام  د خواړو  په وړاندې  دکار  او  اړمنو ته د نغدو پیسو مرستو  رودې ته  مخه کوي . ډيویډ بیزلي  زیاته کړې ده ،  ددغې رودې په عملی کیدا سره  په بازار کې  د پیسو د څرخیدا زمینه برابره شوي او تر یوه حده   دافغانستنا  داقتصاد امکان ورسره ښه کیدلی شي .

د خواړو نړیوال پروګرام له دې مخکې وئیلي وو،په افغانستان کې د یوه انساني ناؤرین دمخنیوي لپاره باید په دغه هیوادکې د انسان دوستۍ مرستې سملاسي زیاتې شي .