طالبان دتاجیکستان پشمول له ګاونډیو هیوادونو سره په ښو اړیکو پسې دي
د طالبانو ویندوي له تاجیکستانه وغوښتل څو د افغانستان په داخلی چارو کې دې له ګوت وهنې ډډه وکړي . تاجیکستان په وروستیو میاشتو کې تل له افغانستان سره دخپلو پولو په اوږدو کې داحتمالی ګواښونو په باب اندیښنه څرګنده کړې ده .
تسنیم خبری اژانس راپور ورکړ ، د طالبانو ویندوي ذبیح ا... مجاهد پرون په یولړ څرګندونو کې د ګاونډیو هیوادونو پشمول له درستو هیوادونو سره دښو اړیکو په ضرورت په ټينګار سره ووئیل ، د ښو اړیکو درلودل دسیمې پر امنیت په مستقیم ډول اغیزې شیندي .
ذبیح ا... مجاهد زیاته کړې ده ، د افغانستان له خاورې د تاجیکستان پشمول هیڅ یوه هیواد ته کوم ګواښ متوجه نه دی او دا اجازت به هیچا ته ورنکړل شي چې کوم هیواد او ګاونډی وګواښي .
د طالبانو ویندوي په دوام کې له تاجیکستانه وغوښتل څو د افغانستان په داخلی چارو کې دې له ګوت وهنې ډډه وکړي . تاجیکستان په وروستیو میاشتو کې تل له افغانستان سره دخپلو پولو په اوږدو کې داحتمالی ګواښونو په باب اندیښنه څرګنده کړې ده .