طالبانو جرمني سره د اړیکو له برقرارولو هرکلی وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i108040-طالبانو_جرمني_سره_د_اړیکو_له_برقرارولو_هرکلی_وکړ
د طالبانو حکومت د جرمني د هغه اعلان هرکلی وکړ چې ویلي یې دي، غواړي له طالبانو سره د تعامل لپاره خبرې پیل کړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 08, 2021 10:18 Asia/Kabul
  • طالبانو جرمني سره د اړیکو له برقرارولو هرکلی وکړ

د طالبانو حکومت د جرمني د هغه اعلان هرکلی وکړ چې ویلي یې دي، غواړي له طالبانو سره د تعامل لپاره خبرې پیل کړي.

د طالبانو د فرهنګي کمېسیون مرستیال احمد الله وثیق په دې اړه رسنیو ته وویل: "په نږدې راتلونکي کې به افغانستان په رسمیت وپېژندل شي. په کار هم همدا ده، ځکه افغانستان ټول شرایط پوره کړي دي. ډېرو جهتونو د افغانستان حکومتونو ته ډاډ ورکړی چې دوی به ډېر ژر په افغانستان سیاسي او ډیپلوماتیک فعالیتونه پیل کړي."

راپورونه وايي، په راتلونکو اوونیو کې به  د جرمني سفیر مارکوس پوتزل کابل ته سفر وکړي او  په افغانستان کې د جرمني ډیپلومآتانو د ځای پر ځای کېدو په اړه له طالب چارواکو سره خبرې اترې وکړي.

پوتزل چې په قطر کې اوسي، تر دې مخکې د افغانستان لپاره د برلین ځانګړی استازی و.