د طالبانو د موقته حکومت د خارجه وزارت مرستیال کابل ته لاړ
Nov 09, 2021 02:28 Asia/Kabul
په افغانستان کښې د طالبانو د لنډمهاله حکومت د خارجه وزارت د سرپرست مرستیال پلازمینې کابل ته ورسیده
په افغانستان کښې د طالبانو د لنډمهاله حکومت د خارجه وزارت د سرپرست مرستیال پلازمینې کابل ته ورسیده
د طالبانو د مطبوعاتي دفتر غړي محمد جلال د یو ټویټ په خپرولو سره وویل چې شیر محمد عباس ستانکزی په افغانستان باندې د طالبانو له ولکې وروسته پرون په اول ځل کابل ته لاړه.
ستانکزی له دې مخکښې د طالبانو د مذاکراتي پلاوي د مشر او هم داشان په قطر کښې د طالبانو د سیاسي دفتر د مرستیال په توګه دنده ترسره کوله.
کابل ته د ستانکزي ورتګ په داسې حال کښې دی چې له دې مخکښې د طالبانو د خارجه وزارت د مرستیال په توګه د هغه له ګمارل کیدو څخه یې د نارضایتۍ په هکله ځیني نه تایید شوي رپورټونه خپاره شوي وو.
ټیګونه