د ایران او کابل د لړم د ۱۸ ځینې مطبوعات
د ملګرو ملتو د خوړو نړیوالې ادارې په افغانستان کښې له روانو بدو حالاتو د اندیښنې په ښودلو سره ویلي چې په دغه هیواد کښې درې میلیون کسان د بشپړې کاختۍ سره مخامخ دي .
کیهان
د اسلامي ایران خارجه وزیر امیر عبداللهیان له خپل برتانوی همڅنګ سره په خبروکې ویلی دی ، خپل پورونه سملاسی ورکړئ .
دغې ورځپاڼۍ په خپل لومړی مخ د نورو مطلبونو تر څنګ په یمن کې د عربستان له ماتې د صیهونیسټ رژیم د اندیښنې په اړه یو راپور چاپ کړې دې او د یورشلیم پوسټ دغه خبره یې هم راخیستی ده چی د یمن ډرون الوتکې تر اسراییلوهم رسي .
اوس ډیر راپورونه د دې ښودنه کوی چی د یمن انصار ا... غورځنګ په مارب کې ډیر پرمختګونه کړی دي . د یمن د انصار الله غورځنګ د سیاسي شورا غړيهم د مأرب ولایت آزادیدو ته هیله مندي څرګنده کړه او ویلی یي دي په مارب کښې د دښمن ځواکونو ته رسیدونکی تاوان په زیاتیدو دی.
محمد البخیتي په دې خبرې سره چې د مناسب وخت او حالاتو ټاکل د دغه ولایت د بشپړ کنټرول د ترلاسه کولو لپاره یوه مهمه چاره ده، زیاته کړه د مارب ولایت زیاتره خلکو د صنعاء د حکومتي ځواکونو تود هرکلی کړی دی. د یمن پوځ او ولسي مبارزان د اکتوبر په پنځمه نیټه وتوانیدل چې په مأرب ولایت کښې د پرمختګ په دوام سره د الجوعه په نوم مهمه او سټراټیجکه ولسوالي په خپل کنټرول کښې راولي.
د ایران د خارجه وزارت ویندوی خطیب زاده ویلی امریکا باید یواړخیزه بایکاټونه لغوه کړي . سعید خطیب زاده د امریکا د ملی امنیت د سلاکار د خبرو په غبرګون کې ټینګار وکړ چی امریکا اوس د برجام د نړیوالی موافقې غړی نه دی نو نه شي کولای د دې موافقې په چوکاټ کې غوښتنې مطرح کړي. د امریکې سلاکار ادعا کړې وه چي ایران باید د برجام په برابر خپلي ژمني پوره کړي تر څو امریکا دې موافقې ته راستانه شي.
خطیب زاده زیاته کړه، تر هغه چي ایران د بندیزونو له لیري کېدو ډاډمن نه شي د برجام موافقه نه پلي کوي.
جمهوری اسلامی
دغې ورځپاڼۍ په خپل لومړی مخ د افغانستان د کاختۍ په اړه د ملګروملتو د خوړو د نړیوال پروګرام راپور ته اشاره کړی ده چی پکې ویل شوی دي په افغانستان کې ۳ میلیون کسان له بشپړه کاختۍ سره مخامخ دي . د ملګرو ملتو د خوړو نړیوالې ادارې په افغانستان کښې له روانو بدو حالاتو د اندیښنې په ښودلو سره ویلي چې په دغه هیواد کښې درې میلیون کسان د بشپړې کاختۍ سره مخامخ دي . ډبلیو ایف پي په خپل تازه راپورکښې ویلي چې په افغانستان کښې د دغو درې میلیون کسانو په ثبتیدو سره، په ټوله نړۍ کښې د بشپړې کاختۍ سره د مخامخ کسانو شمیر ۴۵ میلیون تنو ته ورسیده. د خوړو نړیوال سازمان په عین حال کښې وویل چې په نړۍ کښې کاختۍ د مخنیوي لپاره ۷ میلیارډ ډالر پکار دي.
د ایران او جرمني خارجه وزیرانو د ایټمي موافقې په هکله د نظر تبادله وکړه .ورځپاڼه په دې اړه لیکی د جرمني د خارجه وزارت په خپل ټویټر لیکلي چې دا اړیکه د دغه هیواد د خارجه وزیر هایکو ماس له خوا ټینګه شوه او دواړو لورو د روانې نومبر میاشتې په پاې کښې د ویانا د مذاکراتو د بیاپیلولو په موضوع خبرې وکړې.
په دغه پيغام کښې د برجامي ژمنو په اجرا کښې د اروپايي هیوادونو لوظ ماتونو او هم داشان دې ټکي ته له اشارې پرته چې کوم لوري باید د ایټمي موافقې د دقیقې اجرا او د ظالمانه بندیزونو د ختمولو لپاره اقدام وکړي راغلي دي د جرمني هدف دا دی چې مذاکرات په چټکۍ سره نتیجې ته ورسیږي ترڅو ایټمي موافقه ډیره زر دوباره په بشپړه توګه اجرا شي.
ترکیې د عراق په وړاندې خطرناک بند افتتاح کړ .
صیهونیسټان د یمن په مارب کې د عربستان له ماتې اندیښمن دي ځکه چی په مارب کې د سعودی ایتلاف وروستۍ دفاعی مورچې ماتې شوی دي .
ویسا
آيا امريکا د افغانو وژل بشري جنايت نه ګڼي؟
د امريکا دفاع وزارت وايي کابل کې د دوی له خوا د ماشومانو په ګډون د لسو افغانانو وژل کېدل له جنګي قوانينو سرغړونه نه ده، په داسې حال کې چې د منل شويو نړيوالو قوانينو له مخې د جګړې پرمهال د ولسي خلکو په نښه کول جنګي جنايت ګڼل کېږي او عاملين يې بايد په جنګي جنايتونو ضد محکمه کړي محاکمه کړای شي.
امريکايي ځواکونو په افغانستان کې د خپل شل کلن يرغل او جنايتونو په دوام کې د روان ميلادي کال د اګست په ۲۹مه له کابل هوايي ډګر سره نږدې پر يوه کور هوايي بريد وکړ چې له امله يې د ماشومانو په ګډون لس ولسي کسان شهيدان شول.
دې پېښې هماغه مهال په افغانستان او نړۍ کې پراخ غبرګونونه راوپارول چې د امريکا دفاع وزارت پر خپل جرم اعتراف ته اړ شو او دا کار يې يوه تېروتنه وبلله.
د امريکا ولسمشر جوبايډن هم په سپټمبر کې ددې پېښې په اړه د سملاسي څېړنو امر کړی و.
خو امريکايي لوري د وخت په تېرېدو سره نه يوازې دغه جنايت له پامه و غورځاوه، بلکې اوس وايي چې دا پېښه له جنګي قوانينو څخه سرغړونه نه وه.
ددغه هېواد د پوځ سرمفتش جنرال سامي سعید د لړم په ۱۲مه په واشنګټن کې د خبري غونډې پرمهال وويل چې دا بريد له جنګي قوانينو سرغړونه نه ده او عاملين يې مجرم نه ګڼل کېږي.
بل خوا د امريکا دې اقدام هم په نړيواله کچه او هم د افغانستان په داخل کې پراخ غبرګونونه راپارولي.
د افغانستان اسلامي امارت له نړيوالې ټولنې غوښتي چې په افغانستان کې دې د امريکا شل کلن پوځي شتون وڅېړي.
د اسلامي امارت مرستيال وياند بلال کريمي رسنيو ته ويلي چې پر افغانستان د امريکا شل کلن يرغل له قانوني، حقوقي، بشري حقونو له پلوه يوه ستره پروسه ده او بايد نړيواله ټولنه يې وڅېړي.
هاخوا چين د امريکا دغه اقدام د بشري حقونو لپاره يو نه پاکېدونکی داغ وباله.
د چين د بهرنيو چارو وزارت د رسمي پاڼې د خبر له مخې ددغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ونبين په بېجينګ کې د خبري غونډې پرمهال ويلي چې د لسو افغان ملکيانو د وژنې په اړه د امريکا بې رحمانه حکم او دغه څرګندونې چې ګواکي امريکا په دې اقدام سره هېڅ قانون نه دی نقض کړی، د بشري حقونو په برخه کې د امريکا يو بل ښکاره رياکارانه او دوه ګونی چلند دی.
نوموړي ويلي چې د افغانانو ژوند مهم دی او موږ له امريکايي لوري غواړو چې د افغانستان د خلکو ژوند او بشري حقونو ته درناوی وکړي، خلکو ته دې ددې پېښې حقيقت په ډاګه کړي او عاملان يې دې عدالت ته وسپاري او د قربانيانو کورنيو ته دې تاوان ورکړي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند د امريکا له خوا د جګړو بلولو ته په اشارې سره وويل چې په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې د امريکا په پوځي عملياتو کې له ۸۰۰زره ډېر کسان وژل شوي چې کابو ۳۳۵ زره يې ولسي وکړي دي.
په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې د امريکا او د هغوی د لوېديځو تېريګرو ملګرو جنايتونه له هېچا پټ نه دي او آن ددې جنايتونو په وجه بشريت د شرم احساس کوي، خو د پام وړ داده چې د ملګرو ملتونو او د جنګي جنايتونو ضد نړيوالې محکمې په شمول لا هم په افغانستان کې د امريکا په مشرۍ د لوېديځ د جنايتونو د څېړلو او عاملينو ته يې د سزا ورکولو يا غوښتنه نه ده کړې او يا يې په تشو خبرو بسنه کړې، چې دا کار د ملګرو ملتونو او د جنګي جنايتونو ضد نړيوالې محکمې باور ته سخت زيان رسولی او دا ثابتوي چې ياد ارګانونه تر ډېره د امريکا تر اغېزو لاندې اقدام کوي.