افغانستان کښې سلګونه داعشیان ونیوې شول
د طالب ډلې کسانو د افغانستان په مختلفو سیمو کښې د داعش ترهګر ډلې شپږ سوه غړي نیولي دي
د افغانستان د طالبانو د موقته حکومت د استخباراتو اداې نن د دغه هیواد په بیلابیلو سیمو کښې د داعش ترهګرې ډلې د سلګونو کسانو د نیول کیدو په اعلان سره وویل چې د دغې ډلې د نورو غړو د نیولو لپاره هم عملیات روان دي.
په دغه رپورټ کښې راغلي چې قدرت ته د طالبانو له رسیدو مخکښې له جیلونو څخه د داعش ترهګرې ډلې د وسله والو تیښته، د ګډوډي سبب شوې ده.
داعش ترهګرې ډلې په دې وروستیو میاشتو کښې د کابل، ننګرهار، قندوز او قندهار په شمول د افغانستان په مختلفو سیمو کښې څو حملې کړې دي چې له امله یې سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
طالبانو د آګست په ۱۵ نیټه د افغانستان د واک په نیولو سره ژمنه کړې وه چې په دغه هیواد کښې به داعش ترهګره ډله وځپي او له مینځه به یې یوسي.