افغانستان تر بوږنونکي حده له لوږې او قخطۍ سره مخ دی
د افغانستان د کابل د ماشومانو د روغتونو د ناسمو خواړو د برخې مسئول ډاکټر محمد امین شریفي په یولړ څرګندونو کې ووئيل په درست افغانستان کې ماشومان د بې وځلۍ او لوږې په دلیل له ناوړه خواړو سره مخ شوي د مرګ له خطرې سره لاس او ګریوان شوي دي.
زمونږ خبریال راپور راکړ، د خواړو دنړیوال پروګرام اجرائي مدیر ډيویډ بیسلې ،په افغانستان کې د لوږې دغمیزې په باب په خبرداری سره پر درستو نړیوالو غږ کړی ، د افغانستان له بې پناه او ووږو خلکو سره دې سملاسی مرستې وکړي .
ډیویډ بیسلې چې په همداوروستیو کې ئې افغانستان ته سفر کړی او د لوږې اوقخطئ بوږنونکی وضعیّت ئې له نزدې لیدلی پخپل یوه ټولنیز پیغام کې وئيلي دي ، د افغانستان کابو درویشت میلیون خلک کافی خواړه نه لري او د لوږې په درشل کې دي اوڅه دپاسه اته میلیون اوه لکه نور خلک هم له قخطۍ او بوږنونکي وضعیَت سره لاس او ګریوان دي .
په دې زمینې کې د افغانستان د کابل د ماشومانو د روغتونو د ناسمو خواړو د برخې مسئول ډاکټر محمد امین شریفي په یولړ څرګندونو کې ووئيل په درست افغانستان کې ماشومان د بې وځلۍ او لوږې په دلیل له ناوړه خواړو سره مخ شوي د مرګ له خطرې سره لاس او ګریوان شوي دي.
شریفي دې ته په اشارې سره چې په افغانستان کې د سیاسی بې ثباتۍ په دلیل حکومتي کارکونکو کابو له څلورو میاشتو راهسې حقوق نه دي اخستي ووئيل ، دژمي په رارسیدا سره ، ناروغۍ زیاتې شوي او د خلکو لپاره ژوند لاسخت شوی دی . داپه د اسې حال کې دي چې دامریکا پشمول لویدیځي هیوادونو په مختلفو پلمو سره د افغانستان پانګې او شتمنۍ تړلي دي .
