طالبان د داعش په مخه نیولو کې پاتې راغلي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i108492-طالبان_د_داعش_په_مخه_نیولو_کې_پاتې_راغلي
د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې زیاته کړه چې طالبان د داعش د مخنیوي لپاره په غیرقانوني ډول خلک نیسي او دا اندېښنه شته چې د داعش مشکوک غړي په صحرائي محاکمو کې ووژني.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Nov 18, 2021 07:52 Asia/Kabul
  •  طالبان د داعش په مخه نیولو کې پاتې راغلي

د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې زیاته کړه چې طالبان د داعش د مخنیوي لپاره په غیرقانوني ډول خلک نیسي او دا اندېښنه شته چې د داعش مشکوک غړي په صحرائي محاکمو کې ووژني.

زمونږخبریال د صدای افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ ، د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتو د سرمنشي ځانګړې استازې ډيبرا لاینز د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې پخپلې وینا کې د افغانستان امنیتي وضعیت ښه ارزولی ، خوددغه هیواد په زیاترو ولایتونو کې ئې د داعش پر شتون  ژوره اندېښنه ښکاره کړه.

ډیبرا لاینز دغې غونډې ته چې بیګاپيل شوي،وویل تېرکال داعش په افغانستان کې شپېته بریدونه کړي وو او سږکال چې د کوموحملو مسئولیت داعش اخیستی یا دوی ته منسوبې شوې دي چې شمېر یې درې سوه شپږ دیرشو ته رسیدلې دی.

مېرمن لاینز زیاته کړه: "منفي غوره  پرمختګ دا دی چې طالبان نه دي توانیدلي چې د داعش د خراسان څانګې د پراختیا مخه ونیسي.داعش یو وخت په څو ولایتونو او کابل کې فعاله وو،اوس داعش خراسان څانګه کابو په ټولو ولایتونو کې شته او ډېره فعاله ده .

د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې زیاته کړه چې طالبان د داعش د مخنیوي لپاره په غیرقانوني ډول خلک نیسي او دا اندېښنه شته چې د داعش مشکوک غړي په صحرائي محاکمو کې ووژني.

د امنیت شورا په غونډه کې د ایران، پاکستان او تاجکستان استازیو ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې وه.د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازې که څه هم د طالبانو تر واکمنۍ وروسته چې د اګسټ په پنځلسمه یې کابل ونیو د افغانستان امنیتي وضعیت ښه وباله، خو په ورته وخت کې یې تور پورې کړ چې طالبان خپل مخالفان ځپي.