د روسیې د انسان دوستۍ لومړنۍجوپه کابل ته ورسیده
د اشرف غني د حکومت په نسکوریدا او دطالبانو په ولکې سره په افغانستان کې انساني بحران لاسخت شوی او نړیوالو اورګانونو په دې اړه د انساني غمیزې د رامینځةکیدا په باب خبرداری ورکړی دی .
زمونږ خبریال د صداي افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ ،د طالبانو ویندوي ذبیح ا... مجاهد نن سهار په یولړ څرګندونو کې ووئیل ، د روسیې انسان دوستۍ مرستو لومړنۍ جوپه چې شپږ دیرش ټنه وزن لري ، په درو الوتونو سره کابل ته منتقله شوې ده . مجاهد زیاته کړې په دغو مرستو کې وړۀ،غواړي او کمپلې شاملې دي .
د طالبانو ویندوي دغه راز ووئيل ، له روسیې او ددغه هیواد دولس ددغو مرستو د ترلاسه کولو په دستورو کې د دوي قدرونه وشوه او له نورو هیوادونو هم وغوښتل شول چې ورته اقدامات دې وکړي .
هغه ووئیل ټاکل شوې ده ، چې روسیه دافغانستان د ولس لپاره دانسان دوستۍ یو سل اته ټنه مرستې راولیږدوي .
د اشرف غني د حکومت په نسکوریدا او دطالبانو په ولکې سره په افغانستان کې انساني بحران لاسخت شوی او نړیوالو اورګانونو په دې اړه د انساني غمیزې د رامینځةکیدا په باب خبرداری ورکړی دی .
داپه داسې حال کې د ي چې دافغانستان په اړه د ملګروملتو دامنیت شورا په بیګانۍ غونډې کې هم په خبرداری ورکولو سره وئیل شوی چې دافغانستان اقتصاد د دړې وړې کیدا په حال کې دی او نړیواله ټولنه دې د افغانستان له ولس سریه دمالی مرستو لپاره کومه لاره چاره ولټوي .