د روسیې د انسان دوستۍ لومړنۍجوپه کابل ته ورسیده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i108496-د_روسیې_د_انسان_دوستۍ_لومړنۍجوپه_کابل_ته_ورسیده
د اشرف  غني د حکومت په نسکوریدا او دطالبانو په ولکې سره  په افغانستان کې انساني بحران لاسخت شوی  او نړیوالو اورګانونو  په دې اړه د انساني غمیزې د رامینځةکیدا  په  باب  خبرداری ورکړی دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Nov 18, 2021 08:58 Asia/Kabul
  • د روسیې د انسان دوستۍ لومړنۍجوپه کابل ته ورسیده

د اشرف  غني د حکومت په نسکوریدا او دطالبانو په ولکې سره  په افغانستان کې انساني بحران لاسخت شوی  او نړیوالو اورګانونو  په دې اړه د انساني غمیزې د رامینځةکیدا  په  باب  خبرداری ورکړی دی .

زمونږ خبریال د صداي افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ ،د طالبانو  ویندوي ذبیح ا... مجاهد نن سهار په یولړ څرګندونو کې ووئیل ، د روسیې انسان دوستۍ مرستو لومړنۍ جوپه  چې شپږ دیرش ټنه  وزن لري ، په درو الوتونو سره  کابل ته منتقله شوې ده . مجاهد زیاته کړې  په دغو مرستو کې وړۀ،غواړي او کمپلې شاملې دي .

د طالبانو ویندوي  دغه راز ووئيل ، له روسیې  او ددغه هیواد دولس  ددغو مرستو د  ترلاسه کولو په دستورو کې  د دوي قدرونه وشوه او له نورو هیوادونو هم وغوښتل شول چې  ورته اقدامات دې وکړي .

 هغه ووئیل ټاکل شوې ده ،  چې روسیه دافغانستان د ولس لپاره  دانسان دوستۍ یو سل اته ټنه    مرستې راولیږدوي .

د اشرف  غني د حکومت په نسکوریدا او دطالبانو په ولکې سره  په افغانستان کې انساني بحران لاسخت شوی  او نړیوالو اورګانونو  په دې اړه د انساني غمیزې د رامینځةکیدا  په  باب  خبرداری ورکړی دی .

 داپه داسې حال کې د ي  چې   دافغانستان په اړه د ملګروملتو دامنیت شورا په بیګانۍ غونډې کې هم په خبرداری ورکولو سره وئیل شوی چې  دافغانستان اقتصاد د دړې وړې کیدا په حال کې دی  او نړیواله ټولنه دې  د افغانستان له ولس سریه  دمالی مرستو لپاره کومه لاره چاره ولټوي .