روسیې د افغانستان د قتصادي حالاتو په هکله خبرداری ورکړ
تاس خبري اژانس وايي په ملګروملتونو کښې د روسیې استازي د امنیت شورا په غونډه کښې په افغانستان کښې د بې ثباته امنیتي او د اقتصادي حالاتو په هکله خبرداری ورکړ .
په ملګروملتونو کښې د روسیې دائمي استازي واسیلي نبنزیا د امنیت شورا په غونډې کښې په افغانستان کښې د اقتصادي او د انساني حالاتو د خرابیدا په هکله د خبرداري په ترڅ کښې وویل په دغه هیواد کښې رامینځته شوي پیښې دا ثابتوي چې طالبان نه دي توانیدلي هیواد ته ثبات او امنیت ورستون کړي او همدا اوس د افغانستان له پخوانیو مشکلاتو سره نوي چیلنجونه هم ورزیات شوي دي .
هغه ټینګار وکړ لویدیځ هیوادونه چې شل (۲۰) کاله یې په افغانستان کښې پوځي شتون درلود باید د دغه هیواد ( افغانستان ) په بیارغونه کښې زیاته ونډه ولري .
د روسیې دغه لوړرتبه ډیپلوماټ دغه راز خبرداری ورکړ د ترهګرۍ او د نشه ییزو توکو د قاچاق زیاتیدل هماغه راز د ګاونډیو هیوادونو لپاره د افغانستان لخوا دوه (۲)جدي او حقیقي ګواښونه دي او دا په داسې حال کښې دي چې د دغو هیوادونو په لور د افغانستان د زیاتو کډوالو ورتلل دوام لري .
هغه د ملګروملتونو تر څارنې لاندې د افغانستان د مالي تامینیدا د کانفرنس په زر تر زره جوړیدا ټینګار وکړ .