د افغانستان مالي او بانکي سیسټم له نابودۍ سره مخامخ دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i108710-د_افغانستان_مالي_او_بانکي_سیسټم_له_نابودۍ_سره_مخامخ_دی
د ملګرو ملتو د سرمنشي ویاندوي یوځل بیا د اقغانستان د اقتصادي کړکیچ په هکله خبرداری ورکړ او ویې ویل چې د دغه هیواد بانکي او مالي سیسټم د سقوط د کندې په غاړه ولاړ دی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 23, 2021 03:47 Asia/Kabul
  • د افغانستان مالي او بانکي سیسټم له نابودۍ سره مخامخ دی

د ملګرو ملتو د سرمنشي ویاندوي یوځل بیا د اقغانستان د اقتصادي کړکیچ په هکله خبرداری ورکړ او ویې ویل چې د دغه هیواد بانکي او مالي سیسټم د سقوط د کندې په غاړه ولاړ دی

د ملګرو ملتو د سرمنشي ویاندوي یوځل بیا د اقغانستان د اقتصادي کړکیچ په هکله خبرداری ورکړ او ویې ویل چې د دغه هیواد بانکي او مالي سیسټم د سقوط د کندې په غاړه ولاړ دی

سټیفن دوجاریک پرون وویل: د ملګرو ملتو د پراختیا پروګرام په یو رپورټ کښې څرګنده کړې چې د افغانستان په اعتباري بازار کښې، نه ستانه شوي پورونه چې د ۲۰۲۰ کال په پاې کښې ۳۰ فیصده وو، په روان کال کښې ۵۷ فیصدو ته رسیدلي دي.

هغه څرګنده کړه: د ملګرو ملتو د پراختیا پروګرام اندازه لګولې چې له بانکي حسابونو د پیسو د ایستلو په دوام سره به د روان کال تر پاې پورې په افغانستان کښې بانکي ډیپوزټس، ۴۰ فیصده کموالی وکړي.

په افغانستان کښې د اقتصادي حالاتو خرابوالی په داسې حال کښې دی چې د ژمي په پیلیدو سره بې وزلي او بې روزګاري هم په پراخیدو ده.

نړیوال ارګانونه خبرداری ورکوي چې په افغانستان کښې به انساني کړکیچ د ډیرې بدې انساني غمیزې سبب شي.