ننګرهار کې د داعش ډلې اتیا غړي حکومت ته تسليم شوي
زمونږ خبریال وايي د افغانستان د ننګرهار ولايت د استخباراتو رياست چارواکي وايي، د قومي مشرانو په منځګړتوب ورته پرون يو ځل بيا د داعش ډلې شاوخوا ۸۰ غړي تسليم شول.
د چارواکو په وينا دغو کسانو د ننګرهار مختلفو ولسواليو کې د داعش ډلې لپاره فعاليتونه کول چې اوس پر خپلو کړنو پښېمان شوي او دوی ته تسليم شول.
د يادو کسانو د تسليمۍ لپاره د ليندۍ په ۲مه د ننګرهار د استخباراتو په رياست کې غونډه جوړه شوې وه چې د چارواکو او داعش ډلې د تسليم شويو غړو سربېره په کې د ولسواليو قومي مشرانو هم برخه اخېستې وه.
د ننګرهار د استخباراتو رييس ډاکټر بشير په دې تړاو جوړې شوې غونډې ته وويل چې د ننګرهار د غني خېلو، اچين، خوږياڼو، بټي کوټ او کوز کونړ ولسواليو شاوخوا ۸۰ تنه هغه کسان چې د داعش ډلې غړيتوب يې درلود دوی ته تسليم شول.
هغه زياته کړه چې دغو کسانو ته يې د قومي خلکو په منځګړتوب بښنه کړې او ژمنې يې ترې اخېستي چې راتلونکي کې به د حکومت پر ضد هېڅ ډول فعاليت او تبلیغات نه ترسره کوي.
تسلیم شويو داعش وسله والو په خپلو تېرو کړنو پښېماني ښودلی او پر نورو یې هم غږ کړی چې له امارت سره یو ځای شي او د هېواد د ابادۍ لپاره کار وکړي.
د دوی له ډلې نجيب الله خبريالانو ته وويل: موږ خو د يو اسلامي نظام د راتګ لپاره جهاد کولو اوس چې په هيواد کې اسلامي امارت حاکم شوی نو پرېکړه مو وکړه چې له خپلې وسله والې مبارزې لاس واخلو او حکومت ته تسليم شو.
د ننګرهار ولایت قومي مشران وایي، د دوی هڅې د ننګرهار په ټولو ولسوالیو کې روانې دي څو داعش وسله والو ته قناعت ورکړي او اسلامي امارت ته يې تسلیم کړي.
د خوږياڼو ولسوالۍ قومي مشر ميراخان وويل چې په تېر کې خو جهاد د اسلامي نظام د راتګ لپاره و اوس خو بهرنيان وتلي نو بايد ټولې ډلې له وسله وال فعاليت لاس واخلي او د هيواد د پرمختګ او ابادۍ لپاره کار وکړي.