د ایران او افغانستان دا قتصادي اړیکو پراختیا
د افغانستان د تجارت د کوټې مشر له ایرانه د شیانو واردات په کال کې یو نیم میلیارډ ډالرو په ارزښت وبلل .
د افغانستان د تجارتي کوټې مشر یونس مومند همداراز ایران ته د افغانستان د صادراتو د پنځوس فی صدي زیاتیدا خبر ورکړی ،دغه راز ئې د ایران او پاکستان د دوواړخیزو اړیکو دپراختیا غوښتنه هم کړې .
د ایران اسلامی جمهوریت او افغانستان،پر مشترکې تمدنې حوزې سربیره له مخ په وده اړیکو هم برخمن دي او دغه اړیکې هیڅکله هم په افغانستان کې د داخلی شخړو او سیاسی او امنیتی بدلونونو څخه اغیزمنې شوي نه دي. دا په دې معنا ده چې پر افغانستان دطالبانو له ولکې وروسته د ایران او دغه هیواد تجارتي اړیکې نه یوازې دریدلي نه دي ،بلکې له لنډې وقفې وروسته په لازیات جدیّت سره هم دوام لري .ځکه د ایران د اسلامی جمهوریت یو اصولی سیاست له هغو مشکلاتو څخه دتیریدا لپاره د افغانستان د ولس ترڅنګ شتون دی،چې په وروستیو کلونو کې د داخلی جنګونو د رامینځةکیدا او د نیواکګرۍ د بلا په دلیل ورسره لاس او ګریوان شوي دي .له دې امله په افغانستان کې له وروستیو بدلونونو سره سره افغانستان ته دګمرکاتو له لارې د شیانو صادریدا دوام درلودلی دی .
د نړیوالو ټرانسپورټي شرکتونو د ټولنې د مدیره پلاوي یو مسئول ابراهیم عطائي په دې باب وائي ،پر افغانستان د طالبانو له ولکې وروسته له څو ورځو ځنډه وروسته،د ماهیروز او اسلام کلا په پولې کې لازم ثبات رامینځة شوی او د شیانو د منتقلولو لپاره د ایران او افغانستان په پولې کې د ګاډو تګ راتګ په ښو شرائطو کې دوام لري او له امنیتی پلوه هم له پولې د ګاډو د تیریدا لپاره هیڅ مشکل نشته .
د اعلان شوو احصایو په اساس،د ایران او افغانستان ترمینځ دتجارت اندازه ،تر کابو درې میلیارډ ډالرو پورې ده چې دغه هیواد په سیمې کې د ایران د پنځم ستر تجارتي شریک په توګه مطرح کیږي .په عین حال کې د ایران او افغانستان دتجارته یوه برخه دقاچاق له لارې ترسره کیږي ،چې د دواړو هیوادونو ترمینځ دتجارتي چارو د آسانتیاؤ، د خصوصی برخې د فعالیدا او د سرحدي بازارچو د جوړولو اومنظمولو په بڼه کې تمه درلودلی شي ،چې د تهران او کابل تجارتي اړیکې د قانونی اورسمي لارو په وسیله ترسره شي .
د ایران او افغانستان دمشترکې کوټې مرستیال مشر علاءالدین میرمحمد صادقي په دې باب او ددواړو هیوادونو دتجارتي اړیکو د لرلید په باب په دې اند دی چې هغه ژمنې چې د طالبانو مسئولانو ورکړي ،د ایران او افغانستان د تجارتی اړیو په وړاندې یو روښانه لرلید شته دی . ایران تل دافغانستان دخلکو دهوساینې او آسانتیاؤ له رامینځةکولو سره د مرستې په لټه کې دی او اوس به هم په چورلټ ډول د ایران او افغانستان دګډې کوټې په فعالیدو سره د دواړو هیوادونو ترمینځ دمخ په وده اړیکو کتونکي وو .
په هر حال ،د ایران اسلامی جمهوریت تل د افغانستان د خلو د ډول ډول اړتیاؤ دتامینولو لپاره د افغانستان یو ترټولو مهم اقتصادی شریک دی .به همدې دلیل په افغانستان کې د طالبانو قدرت ته له رسیدا وروسته هم ،د تهران د اقتصادي ملګرتیاؤ په دوام سره ،د افغانستان په بازارونو کې ددغه هیواد د ولس د اړیتاؤ دکمښت او د سترو تجارتي مشکلاتو د رامینځةکیدا مخنیوی وشو .
اوس هم د افغانستان ولس تمه لری ،د طالبانو له ولکې وروسته ، دملی ملګرتیاؤ د پیاوړتیا لپاره د دا خلی ، سیمه ایزو اونړیوالو تمو د تامینولو لپاره د دغې ډلې په کړچار او د امنیت په تثبیتیدا سره ، دغه هیواد د بدلونونو یوې نوی مرحلې ته وارد شي چې راتلونکي نسلونه هم ورڅخه ګټه پورته کړي .