طالبانو په تخار کښې د واده په مراسمو حمله وکړه
په تخار ولایت کښې د یو واده په دستورو باندې د طالب وسله والو په حمله کښې څو تنه زخمي شوي دي
په تخار ولایت کښې د یو واده په دستورو باندې د طالب وسله والو په حمله کښې څو تنه زخمي شوي دي
په تخار ولایت کښې ځايي سرچینو ویلي دي چې د دغه ولایت په چاه آب ولسوالۍ کښې د یو واده په مراسمو باندې د طالبانو د امنیتي عناصرو په بیګاني برید کښې څو تنه ماشومان او ښځې ژوبل شوې دي.
د پيښې شاهدانو د طالبانو د حملې لامل په واده کښې د ساز او ګډا شتون بللی خو ځیني نور بیا وايي چې په دغو مراسمو کښې د طالبانو خلاف د (مقاومت د جبهې) او د افغانستان د تیر حکومت د ځینو کسانو شتون د یادې حملې وجه وه.
په عین حال کښې په تخار ولایت کښې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور مسئول انصار ا... انصار وايي: په چاه آب ولسوالۍ کښې یوه غلط فهمي رامینځته شوې، د پيښې څیړنه روانه ده او ځايي مسئولینو ډاډ ورکړی چې تعقیب به یې کړي.
څه موده مخکښې هم په ننګرهار ولایت کښې د یو واده په مراسمو باندې د وسله والو په برید کښې ګڼ کسان مړه او ژوبل شوي وو او ځايي سرچینو ویلي وو چې بریدګرو له موسیقۍ سره د مخالفت په وجه ډزې کړې دي.