داعش ترهګره ډله د افغانستان لپاره ګواښ نه دی
شفقنا خبري اژانس وايي د طالبانو د موقته حکومت ویاند د افغانستان لپاره د داعش ترهګرې ډلې خطر کم اهمیته وباله .
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل داعش ترهګره ډله نور د افغانستان لپاره ستر ګواښ نه دی ځکه چې دا یوه (۱)کوچنۍ ډله وه چې همدا اوس په کابل او جلال اباد کښې له مینځه وړل شوي ده .
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد زیاته کړه زمونږ ځواکونو په تیرو دریو (۳) میاشتو کښې په افغانستان کښې د داعش ترهګرې ډلې څه د پاسه شپږ سوه اویا (۶۷۰) غړي نیولي دي او په کابل او جلال اباد کښې یې د دغه ډلې اوویشت (۲۷) پټنځایونه هم ویجاړ کړي دي .
د روان میلادي کال د اګسبت د میاشتې په پینځلسمه (۱۵) نیټه واک ته د طالبانو له رسیدا وروسته په افغانستان کښې څو ترهګرې حملې او بم چاودنې شوي دي چې مسولیتونه یې داعش ترهګرې ډلې پرغاړه اخیستي دي .
امریکا له بریتانیا ، فرانسې ، سعودي عربستان ، ترکیې ، متحده عربي اماراتو، اردن ، اسرائیلو ، بحرین او نورو عربو او اروپايي هیوادونو سره یوځاې داعش وهابي صهیونیسټي تکفیري ترهګره ډله خپلو هدفونو ته د رسیدا لپاره په ګډه جوړه کړي ده او امریکا اوس د داعش ډلې په وسیله په افغانستان کښې بم چاودنې او بریدونه کوي او بې ګناه خلک وژني .