د افغانستان طالبانو جان بولټن جنګ غواړي کس وباله
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i109568-د_افغانستان_طالبانو_جان_بولټن_جنګ_غواړي_کس_وباله
ایرنا خبري اژانس وايي د افغانستان د طالبانو د موقته حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي د امریکا د ملي امنیت پخوانی سلاکار جان بولټن یو(۱) جنګ غواړی سړی وباله .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Dec 12, 2021 10:37 Asia/Kabul
  • د افغانستان طالبانو جان بولټن جنګ غواړي کس وباله

ایرنا خبري اژانس وايي د افغانستان د طالبانو د موقته حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي د امریکا د ملي امنیت پخوانی سلاکار جان بولټن یو(۱) جنګ غواړی سړی وباله .

د افغانستان د طالبانو په رسمیت د نه پيژندلو او د دغه ډلې پرضد د امریکا د ملي امنیت د پخواني سلاکار جان بولټن له وینا وروسته د طالبانو د موقته حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي وویل همدغه جنګ غواړي کسان وو چې د امریکا په حکومت کښې یې  څوکۍ ترلاسه کړې او په افغانستان کښې یې د واشنګټن جنګ شل (۲۰)  کاله اوږد کړ .

د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولټن څو ورځې مخکې په یوې (۱) مرکې کښې طالبان  په رسمیت د پیژندلو جوګه ونه بلل او ویې ویل چې طالبان هیڅکله په افغانستان کښې د ټول ګډونه حکومت د جوړولو  هڅه نه کوي .

د امریکا په شمول لویدیځو هیوادونو په بیلابیلو پلمو سره د افغانستان شتمنۍ او پانګې کنګل کړي دي او دغه هیواد یې له ډیرو مشکلاتو سره مخ کړی دی .