طالبانو په قندهار کښې پینځه کسان مړه او ژوبل کړي
زمونږ خبریال وايي د افغانستان په قندهار ولایت کښې د ملکي خلکو په ګاډې باندې د طالبانو په غلطۍ سره ډزو کښې دوه (۲) کسان وژل شوي او درې(۳) نور ژوبل شوي دي .
دغه ډزې هغه وخت وشوې کله چې د یوه (۱)ګاډي موټروان د طالبانو د ځواکونو لخوا د ګاډي د دریدا حکم ته پام ونکړ او له دغه پیښې وروسته د طالبانو یو (۱) غړی له ډزو وروسته په ځمکه پریوت او ژوبل شو .
د طالبانو غړیو هم په دې تصور سره چې دغه ډزې په ګاډي کښې د سپارو کسانو لخوا شوي دي په ګاډي برید وکړ چې له کبله یې یوه (۱) ښځه او یوه(۱) انجلۍ وژل شوي او دوې (۲) میرمنې او یو (۱) سړی ژوبل شوي دي .
طالبانو ویلي دي چې د دغه پیښې په هکله به تحقیق وکړي او عاملانو ته به یې سزا ورکړي .
په افغانستان کښې واک ته د طالبانو له رسیدا وروسته د دغه هیواد یوشمیر ډاکټران ، مذهبي شخصیتونه ، خبریالان او د پخواني حکومت قومندانان په بیلابیلو سیمو کښې تښتول شوي او یا وژل شوي دي .