کام اییر د کابل ، تاشکند ترمنځ الوتنې بیا پیلوي
د ښاغلي کامګار په وینا په هوايي ترانزیت کې د دوو خواوو ترمنځ یو څه ستونزې وې او اوس حل شوې دي.
د افغانستان کام اییر خصوصي هوايي شرکت به له سبا د کابل او تاشکند ترمنځ د سپرلیو الوتنې پیل کړي.
په ازبکستان کې د کام اییر هوايي شرکت دفتر وویل موږ د دسمبر له ۱۴ څخه تاشکند ته الوتنې بیا پیلوو.
د کام اییر هوايي شرکت ویندوی وویل چې په لومړي سر کې به په اوونۍ کې دوې الوتنې پیل شي او دا الوتنې به د سې شنبو او شنبو په ورځو وي.
تېره میاشت د کام اییر هوايي شرکت ريیس زمري کامګار باختر خبري اژانس ته ویلي و چې د کابل – تاشکند ترمنځ به د دسمبر په لومړیو کې الوتنې بیا پیل کړي.
د ښاغلي کامګار په وینا په هوايي ترانزیت کې د دوو خواوو ترمنځ یو څه ستونزې وې او اوس حل شوې دي.
خو ازبکستاني چارواکو ویلي چې د کابل او تاشکند ترمنځ د منظمو الوتنو د بیا پیلېدو په اړه معلومات نه لري.