امريکاد افغانستان اقتصاد تباه کړې دې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i109896-امريکاد_افغانستان_اقتصاد_تباه_کړې_دې
هغه دغه راز، په نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې د دغه هیواد د اقتصادي وضعیت د لاخرابېدو د مخنیوي لپاره مرسته وکړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 19, 2021 08:52 Asia/Kabul
  • امريکاد افغانستان اقتصاد تباه کړې دې

هغه دغه راز، په نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې د دغه هیواد د اقتصادي وضعیت د لاخرابېدو د مخنیوي لپاره مرسته وکړي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال شېر محمد عباس ستانکزي له امریکا وغوښتل چې په افغانستان کې خپل سفارت بیرته پرانیزي او د افغانستان په بيارغونه کې ونډه واخلي.

ستانکزي ټینګار وکړ، چې طالبان  له امريکا سره سیاسي ستونزې نه لري او ترې غواړي چې د افغانستان د بيارغونې لپاره را وګرځي.

هغه دغه راز، په نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې د دغه هیواد د اقتصادي وضعیت د لاخرابېدو د مخنیوي لپاره مرسته وکړي.

په دې غونډه کې، چې د ملګروملتو د مهاجرت د ادارې او د ملګروملتو د کډوالو د لویې کمیشنرۍ استازو هم ګډون کړی و.

ستانکزي وویل چې ناوړه اقتصادي وضعیت سبب کېږي چې لا ډېر افغانان نورو هیوادونو ته پناه یوسي.

ملګروملتونو اټکل کړ، چې د طالبانو له واک ته رسېدو او د نړیوالو د مرستو له درېدو وروسته په روان ژمي کې ممکنه ده  ملیونونه افغانان له لوږې سره مخامخ شي.