امريکاد افغانستان اقتصاد تباه کړې دې
هغه دغه راز، په نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې د دغه هیواد د اقتصادي وضعیت د لاخرابېدو د مخنیوي لپاره مرسته وکړي.
د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال شېر محمد عباس ستانکزي له امریکا وغوښتل چې په افغانستان کې خپل سفارت بیرته پرانیزي او د افغانستان په بيارغونه کې ونډه واخلي.
ستانکزي ټینګار وکړ، چې طالبان له امريکا سره سیاسي ستونزې نه لري او ترې غواړي چې د افغانستان د بيارغونې لپاره را وګرځي.
هغه دغه راز، په نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې د دغه هیواد د اقتصادي وضعیت د لاخرابېدو د مخنیوي لپاره مرسته وکړي.
په دې غونډه کې، چې د ملګروملتو د مهاجرت د ادارې او د ملګروملتو د کډوالو د لویې کمیشنرۍ استازو هم ګډون کړی و.
ستانکزي وویل چې ناوړه اقتصادي وضعیت سبب کېږي چې لا ډېر افغانان نورو هیوادونو ته پناه یوسي.
ملګروملتونو اټکل کړ، چې د طالبانو له واک ته رسېدو او د نړیوالو د مرستو له درېدو وروسته په روان ژمي کې ممکنه ده ملیونونه افغانان له لوږې سره مخامخ شي.