افغانستان کښې د روغتیا د برخې کارکونکو ته معاشونو ورکول کیږي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i110024-افغانستان_کښې_د_روغتیا_د_برخې_کارکونکو_ته_معاشونو_ورکول_کیږي
د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي چې په افغانستان کې د ۱۰ زره روغتیایي کارمندانو معاشونه ورکوي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 22, 2021 01:56 Asia/Kabul
  • افغانستان کښې د روغتیا د برخې کارکونکو ته معاشونو ورکول کیږي

د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي چې په افغانستان کې د ۱۰ زره روغتیایي کارمندانو معاشونه ورکوي

د دې ادارې پر فېسبوک پاڼه د سه شنبې په ورځ لیکل شوي چې د دوی له خوا په ټول افغانستان کې د ۲۳ سیمه ایزو روغتونونو د ۱۰زره کارمندانو معاشونو ورکړه پیل شوه.

د دې کمېټې د مسئولینو په خبره، یاده کمېټه به د شپږو میاشتو لپاره په افغانستان کې د روغتیایي مرکزونو ورځني لګښتونه او د دغو مرکزونو طبي وسایل تمویلوي.

د یادولو وړ ده چې اوسمهال په افغانستان کې د روغتیایي امکاناتو نشتوالی هم هغه ستونزه ده چې افغان حکومت ورسره مخ دی.

له دې وړاندې هم ډېرو هېوادونو له افغانستان سره د روغتیایي توکو مرسته کړې ده.