ملګروملتو افغانستان ته د مرستو رسولو پرېکړه لیک تصویب کړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i110060-ملګروملتو_افغانستان_ته_د_مرستو_رسولو_پرېکړه_لیک_تصویب_کړ
دا پرېکړه لیک د امنیت شورا د ۱۵ غړیو له لوري په یوه خوله تصویب شو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 23, 2021 01:24 Asia/Kabul
  • ملګروملتو افغانستان ته د مرستو رسولو پرېکړه لیک تصویب کړ

دا پرېکړه لیک د امنیت شورا د ۱۵ غړیو له لوري په یوه خوله تصویب شو.

 

د ملګروملتو امنیت شورا یو پرېکړه لیک تصویب کړ چې پر اساس یې په افغانستان کې د مرستو لپاره پر طالبانو بندیزونه استثنا ګرځول کېږي.

دا پرېکړه لیک د امنیت شورا د ۱۵ غړیو له لوري په یوه خوله تصویب شو.

له پرېکړه لیک سره سم، بشري مرستو او نورو هغه فعالیتونو ته چې په افغانستان کې د لومړنیو بشري اړتیاو لپاره کېږي، همداراز هغو پیسې ته، چې د طالبانو پر ضد د بندیزونو سرغړونه نه ګڼل کېږي، اجازه ورکول کېږي.

په ملګروملتو کې د امریکا دایمي استازې لیندا توماس ګرینفیلډ د امنیت شورا د پرېکړه لیک د تصویب کېدو هرکلی وکړ، ویې ویل «دا پرېکړه لیک افغانستان ته د بشري مرستو او هغو فعالیتونو لپاره چې د لومړنیو بشري اړتیاو د ملاتړ لپاره کېږي، د ملګروملتو په بندیزونو کې استثنا قایلېږي.

د ملګروملتو پر اساس، په افغانستان کې ۲۴ ملیون تنه ژوندژغورونکو مرستو ته اړتیا لري.