نړیوله ټولنه دې له طالبانو سره ملګرتیاوکړي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i110108-نړیوله_ټولنه_دې_له_طالبانو_سره_ملګرتیاوکړي
حامد کرزی روښانه کړې ،حقیقت دا دی چې طالبان دم ګړۍ د افغانستان واقعي چارواکي دي ، پر دې اساس دوي (د نړۍ  مشران) باید له دغې  ډلې سره ملګرتیا وکړي ، څو  دافغانستان له ولس سره مرسته وشي .
(last modified 2023-10-10T11:15:55+00:00 )
Dec 24, 2021 12:03 Asia/Kabul
  •  نړیوله ټولنه دې له طالبانو سره ملګرتیاوکړي

حامد کرزی روښانه کړې ،حقیقت دا دی چې طالبان دم ګړۍ د افغانستان واقعي چارواکي دي ، پر دې اساس دوي (د نړۍ  مشران) باید له دغې  ډلې سره ملګرتیا وکړي ، څو  دافغانستان له ولس سره مرسته وشي .

ایرنا خبری اژانس راپورورکړ،  دافغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی  نن سهار وختي په یولړ څرګندونو کې ووئیل ، نړیواله ټولنه دې  په دغه هیواد کې د د لوږې  له امله د میلیونونو خلکو د مرګ  دمخنیوي لپاره  له طالبانو سره ملګرتیاوکړي .

 حامد کرزي  دغه راز ووئيل ، نړیواله ټولنه باید  دافغانانو د اړتیاوړ مرستو تامینیدا په لومړیتوب کې ولري  او پر طالبانو دې خپله بې اعتمادي څنګةکړي .

 هغه روښانه کړې ،  حقیقت دا دی چې طالبان دم ګړۍ  د افغانستان واقعي چارواکي دي ، پر دې اساس دوي ( د نړۍ  مشران) باید له دغې  ډلې سره ملګرتیا وکړي ، څو  دافغانستان له ولس سره مرسته وشي .

 حامد کرزي د ملګروملتو د امنیت شورا دوروستي پریکړه لیک چې  له بندیزونو سره سره ، افغانستان سره د  انسان دوستۍ د مرستو دلیږدولو  اجازت ورکوي ، هرکلی وکړ .

  د خوړو نړیوال پروګرام په  کرتو وئيلي دي ، چې  د افغانستان نیمه آبادي  دلوږې له جدی بحران سره  مخامخ ده او له پنځو کلونو کم عمره  درې اعشاریه دوه میلیون  افغان ماشومان  هم  د مرګ له خطرې سره  لاس او ګریوان شوي دي .