طالبان وائي درست افغانان باید له عمومی بخښنې برخمن شي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i110840-طالبان_وائي_درست_افغانان_باید_له_عمومی_بخښنې_برخمن_شي
  د بشری حقوقو  مدافعانو څو ورځې مخکې په یوه راپور کې وئيلي دي ، طالبانو واک ته له رسیدا ورسوته  په غزني ، کندهار ، کندوز اوهلمند ولایتونو کې د تیر حکومت  کابو سل  امنیتي ماموران له نیولو وروسته پانسي کړي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 11, 2022 01:35 Asia/Kabul
  • طالبان وائي درست افغانان باید له عمومی بخښنې برخمن شي

  د بشری حقوقو  مدافعانو څو ورځې مخکې په یوه راپور کې وئيلي دي ، طالبانو واک ته له رسیدا ورسوته  په غزني ، کندهار ، کندوز اوهلمند ولایتونو کې د تیر حکومت  کابو سل  امنیتي ماموران له نیولو وروسته پانسي کړي دي .

زمونږخبریال دصداي افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ، د افغانستان په د موقته حکومت ددفاع وزارت د سرپرست مرستیال محمد فاضل اخوند  او د اطلاعاتو دادارې مرستیال  رحمت ا.... نجیب  بلخ ولایت ته په سفر کې  ټينګار کړی ، چې  درست ښاریز  دې  له عمومی بخښنې برخمن شي .

په راپور کې وئیل شوي دي ،دوي  د افغانستان د شمالی ولایتونو  له دینی عالمانو او سپين روبو سره  په لیدوکاتو کې  وئيلي دي ،هیڅوک د  خلکو د کړؤلو او ورباندې د ظلم  کولو حق نه لري  او درسته باید له عمومي بخښنې ګټه پورته کړي .د طالبانو حکومت هڅه کوي ، د ولس  مشکلات او ترینګلتیاوې ختمې کړي .

 په عین حال کې  د طالبانو د  موقتی خارجه وزارت  په یوې خبرتیا کې وئيلي دي ،د دوي حکومت  عمومی بخښنې فرمان ته  ژمن دی او د پخواني حکومت کارمندان به هیڅکله هم ونه ځورول شي . داپه داسې حال کې دي چې  د طالبانو د خارجه وزارت ویندوي عبدالقهار بلخي  وئيلي دي ،که د طالب حکومت کوم غړي  دعمومی بخښنې له فرمانه ډډه وکړه ،ڼو  سخت چلند  به ورسره وشي او په وخت به ئې سزا کړي .

په عین حال کې د  عبدالقهار بلخي دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کیږي ، چې  دبشری حقوقو  مدافعانو څو ورځې مخکې په یوه راپور کې وئيلي دي ، طالبانو واک ته له رسیدا ورسوته  په غزني ، کندهار ، کندوز اوهلمند ولایتونو کې د تیر حکومت  کابو سل  امنیتي ماموران له نیولو وروسته پانسي کړي دي .