له افغان ولس سره دنړیوالو مرستولپاره دې ګډه کمیټې جوړه شي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i110968-له_افغان_ولس_سره_دنړیوالو_مرستولپاره_دې_ګډه_کمیټې_جوړه_شي
 د افغانستان دغه ډير بد اقتصادي شرائط  په داسې حال کې دي چې  امریکا د افغانستان  دمرکزي بانک  کابو لس میلیارډالري شتمنۍ کنګل کړي دي.
(last modified 2023-10-10T11:15:55+00:00 )
Jan 13, 2022 15:14 Asia/Kabul
  •  له افغان ولس سره دنړیوالو مرستولپاره دې ګډه کمیټې جوړه شي

 د افغانستان دغه ډير بد اقتصادي شرائط  په داسې حال کې دي چې  امریکا د افغانستان  دمرکزي بانک  کابو لس میلیارډالري شتمنۍ کنګل کړي دي.

  تسنیم خبری اژانس راپور ورکړ، په افغانستان کې د طالبانو موقته حکومت نړیوالو اورګانونو ته وړاندیز کړی ،څو له دغه هیواد سره دمرستې لپاره د یوې ګډې کمیټې په جوړولو سره غږملتیا او پلانونه وکړي .

 په راپور  کې وئيل شوي دي ،دطالبانو حکومت نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره وئيلي دي ،دګډې کمیټې په جوړولو سره ،طالبان هم د افغانستان له خلکو سره د نړیوالو مرستو په ویشلو کې رول لوبولی شي .

 په افغانستان کې دطالبانو د موقته حکومت د مشر مرستیال عبدالسلام حنفي  په دې زمینې کې  ووئیل ،د ګډې کمیټې له جوړولو موخه،د نړیوالې ټولنې د انسان دو ستۍ د مرستو رسونې دآسانتیاؤ او  د افغانستان کې  په اړمنو کسانو د مرستو د ویشلو لپاره  په لوړه سویه  دغږملتیا رامینځةکول دي .

 د طالبانو دغه وړاندیز په داسې حال کې دی چې  نړیواله ټولنه هڅه کوي ، طالبان څنګة کړي او د مرستو په موضوع کې په مستقیم ډول افغانستان ته وارد شي .

 ددغه راپور په اساس ، مشخصه نه ده چې  ملګري ملتونه او بهرني حکومتونه  ددغه شان وړاندیز ملاتړ وکړي ، ځکه  نړیوالو مالی مرستو ته دطالبانو د لاس رسي سبب کیږي . 

 د افغانستان دغه ډير بد اقتصادي شرائط  په داسې حال کې دي چې  امریکا د افغانستان  دمرکزي بانک  کابو لس میلیارډالري شتمنۍ کنګل کړي دي.