طالبان د جینکو بند کړي ښوونځي په نوي لمریز کال کښې خلاصوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i111068-طالبان_د_جینکو_بند_کړي_ښوونځي_په_نوي_لمریز_کال_کښې_خلاصوي
طالب ویاند: د‌ نجونو تړل شوي ښوونځي به په نوي لمريز کال کې بیرته پرانیستل شي
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Jan 16, 2022 08:05 Asia/Kabul
  • طالبان د جینکو بند کړي ښوونځي په نوي لمریز کال کښې خلاصوي

طالب ویاند: د‌ نجونو تړل شوي ښوونځي به په نوي لمريز کال کې بیرته پرانیستل شي

‏‏ ‏د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد هيله مندي ښودلې چې په نوي لمريز کال کې به په ټول هېواد کې د نجونو ښوونځي بېرته پرانیستلی شي.

د تاند خبري سایټ په لیکنه، مجاهد په يوه تازه مرکه کې وويل چې دوی د نجونو او هلکانو د ښوونځيو په بیلیدو او د جلا زده کړو په ترسره کيدو ټينګار لري.

مجاهد په يو شمېر ولايتونو کې اوس هم د ټولو ښځينه ښوونځيو د فعاليت د دوام خبر ورکړی، خو نه يې دي ويلي چې د پرانيستل شویو او تړل شويو ښوونځيو د تدريسي ماحول تر منځ څه توپير موجود دی؟

طالب وياند مخکې د ښځينه ښوونځيو د تړلو اصلي دلیل د شرايطو نا برابروالی ګڼلی و.

خلکو بيا په دې اړه پلمې ردولې او ويل، چې د نجونو او هلکانو ښوونځي پخوا هم سره جلا وو.

په وروستيو کې د نجونو د ښوونځيو د بېرته پرانیستل کیدو په اړه پر طالبانو فشارونه زیات شوي.

طالبانو د افغانستان له یو شمېر محدودو ولایتونو پرته نور په ټول هېواد کې نجونو ته له شپږم ټولګي څخه د پورته زده کړو اجازه نه ده ورکړې.