د افغانستاند لغمذان ولایت معلولینو د شتمنیو د ازادولو غوښتنه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i111086-د_افغانستاند_لغمذان_ولایت_معلولینو_د_شتمنیو_د_ازادولو_غوښتنه_وکړه
زمونږ خبریال وايي په ختیځ ولایت لغمان کې لسګونه معلولینو په یو لاریون کې د امریکا له لورې دافغانستان د کنګل شویو پیسو د ازادولو غوښتنه وکړه
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 16, 2022 11:27 Asia/Kabul

زمونږ خبریال وايي په ختیځ ولایت لغمان کې لسګونه معلولینو په یو لاریون کې د امریکا له لورې دافغانستان د کنګل شویو پیسو د ازادولو غوښتنه وکړه

خواوشاه دری سوه (۳۰۰) معلولین چې د لغمان ولایت مرکز مهترلام ښار کې په یو سوله ییز لاریون کې راټول شوي و له امریکا او نړیوالې ټولنې وغوښتل چې دافغانستان کنګل شوې پیسې دې ازادې او د افغانستان په واک کې ورکړي .

ریس کوهستاني چې د دې لاریون مشرې یې کوله وایي موخه یې داده چې نړیوال د دوې غږ واوري او امریکا د افغانانو کنګل شوې پیسې بیرته ازادې  کړي .

نوموړي دغه راز له نړیوالو مرسته کونکو ټولنو وغوښتل چې په افغانستان کې دې د مرستو د ویش پر مهال معلولین له پامه نه غورځي .

ده وویل لاریون والو له نړیوالې ټولنې د طالبانو د حکومت په رسمیت د پېژندلو غوښتنه هم وکړه او دغه راز یې د طالبانو له موقت حکومت نه غوښتنه وکړه چې د دوې حقوق دې د تیرو حکومتو په څير ورکړي.

دا لومړی ځل نه دی چې په لغمان ولایت کې معلولین د سوله ییز لاریون له لارې له امریکا او نړیوالې ټولنې د افغانستان د کنګل شویو پیسو د بیرته پرانستلو غوښتنه کوي بلکې پر پلازمینه کابل سربیره په ګنو نورو ولایتونوکې هم د ټولنې بېلابېلو پرګنو ددا ډول لاریونو له لارې د کنګل شویو پیسو د بیرته پرانستې غوښتنه کړې خو امریکا وایي تر هغې چې د طالبانو موقت حکومت د نړیوالې ټولنې شرطونه ونه مني نه به په رسمیت وپیژندل شي او نه به هم کنګل شوې پیسې ازادې کړي .

 خو په افغانستان کې دروان بشري او اقتصادي ناورین په پام کې نیولو سره پر امریکا ورځ تر بلې د نړیوالې ټولنې له لورې د دې بحران د قابوکولو لپاره د کنګل شویو پیسو د پرانستلو فشارونه مخ پر ډیریدو دي .

امریکا د دوه زره یویشتم(2021) کال د اګست پر پنځلسمه (15)د جمهوری نظام د سقوط او د طالبانو له واکمنیدو راهیسې دافغانستان دنړیوال تضمین نږدې لس(۱۰) ملیارده ډالر کنګل کړي دي.