کابل کښې ښځو مظاهرې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i111100-کابل_کښې_ښځو_مظاهرې_وکړې
یوه ډله افغان میرمنې د خپلو حقوقو په نه ترلاسه کیدو باندې په اعتراض کښې د کابل سړکونو ته راووتلې
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 17, 2022 01:31 Asia/Kabul
  • فایل فوټو
    فایل فوټو

یوه ډله افغان میرمنې د خپلو حقوقو په نه ترلاسه کیدو باندې په اعتراض کښې د کابل سړکونو ته راووتلې

د افغانستان په پلازمینې کابل ښار کښې یوشمیر ښځو پرون د خپلو حقوقو په ضایع کیدو باندې په اعتراض کښې د طالبانو له موقته حکومت نه وغوښتل چې د زده کړې، کار کسب او لوبو یا سپورټ په برخو کښې یې په حقوقو غور وشي.

یوې معترضې میرمنې وویل: دا د ښځو د حقوقو د دفاع لپاره یو صلحه ایز اعتراض و خو طالبانو د اوښلن ګیس په کارولو سره وځپه.

طالب ډلې چې د تیر کال د آګست له پنځلسمې نیټې یې په افغانستان کښې واک ترلاسه کړی دی، هڅه کوي چې د دغه هیواد خلکو او نړیوالې ټولنې ته، د ښځو د حقوقو د خیال ساتنې په هکله ډاډ ورکړي خو په دې لړ کښې یې تراوسه هیڅ نه دي کړې شوي.