د افغانستان پوهنتونونه ډیر زر خلاصیږي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i111218-د_افغانستان_پوهنتونونه_ډیر_زر_خلاصیږي
ملا برادر وايي، له « شرعي اصولو» سره سم به د نارينه او ښځينه و پوهنتونونه ډیر زر بيرته پيل شي
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Jan 19, 2022 04:15 Asia/Kabul
  • د افغانستان پوهنتونونه ډیر زر خلاصیږي

ملا برادر وايي، له « شرعي اصولو» سره سم به د نارينه او ښځينه و پوهنتونونه ډیر زر بيرته پيل شي

تاندخبري سایټ لیکلي چې ‏د طالبانو د رییس الوزرا لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د افغانستان د دولتي پوهنتونونو له استادانو سره په کتنه کې وویل چې لوړې زده‌ کړې د هر هېواد د پرمختګ او هوساینې لپاره اړینې دي او دوی ژمن دی چې له شرعي اصولو سره سم د نارینه و او ښځو‌ لپاره د لوړو زده ‌کړو زمینه برابره کړي.

په دې ليدنه کې د دولتي پوهنتونونو د ټولنې مشر نجيب ا... امرخېل ويلي، چې افغانستان د سيمې په کچه ډیر  ښه پوهنتونونه او تجربه لرونکي استادان لري.

نوموړي د استادانو د معاشونو کموالی، د دوی د دايمي استوګنځي نشتوالی او په تعليمي نصاب کې زر  زر بدلونونه، اساسي ستونزې ګڼلي دي.

د طالبانو د رييس الوزرا مرستيال په دې ليدنه کې ډاډ ورکړی، چې د لوړو زده کړو بهير به ډیر زر خپل عادي وضعيت ته وګرځول شي.

بل لور ته د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت په حواله ويل شوي، چې په راتلونکو لس- پينځلسو ورځو کې به تړل شوي پوهنتونونه بيرته پيل شي.