طالبانو د افغانستان د خپلواکۍ په ساتلو ټینګار وکړ
تسنیم خبري اژانس وايي د افغانستان د طالبانو د موقته حکومت مشر عبدالسلام حنفي د هیواد د خپلواکۍ په ساتلو ټینګار وکړ .
هغه نن له افغانستان سره مرستو ته په اشارې سره وویل طالبان نه غواړي د هیواد خپلواکۍ د خارجي مالي ملاتړو د شرطونو قرباني کړي .
عبدالسلام حنفي د افغانستان له خلکو سره د انسان دوستانه مرستو د هرکلي په ترڅ کښې وویل زه غواړم چې د مرستو د ویشلو بهیر عادلانه ، له توپیر پرته ، اغیزشیندونکی او شفاف وي .
ملګروملتونو تیره اونۍ د افغانستان د څه د پاسه نیمايي خلکو لوږې ته په اشارې سره له دغه هیواد سره د نړیوالې ټولنې د څه د پاسه د څلور (۴)میلیارډه ډالرو مرستې غوښتنه وکړه .
بل خبر دا چې د افغانستان په شمال کښې د فاریاب ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او د کلتور ادارې مشر شمس الله محمدي نن وویل د سختې واورې او د زیات ساړه په وجه په دغه ولایت کښې په کوهستانات ولسوالۍ کښې د یوې (۱) کورنۍ څلور (۴) کسان مړه شول .