افغانستان کښې اقتصادي کانفرنس جوړ شوی نور تفصیل په راپور کښې لرو
زمونږخبریال وايي په افغانستان کې د اقتصادي کنفرانس یا (دافغانستان اقتصاد) تر نامه لاندې یو کنفرانس ترسره شو چې په کې د بهرنیو هیوادونو استازو هم ګډون کړی و.
د افغانستان د حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي له تهران راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې په دې کنفرانس کې د (۲۰) هیوادونو استازو په فزیکي او د(۴۰) هیوادونو استازو په انلاین بڼه دګډون سربېره دافغانستان ګڼو متخصیصینو ، سوداګرو، اقتصاد پوهانو، دصنعتي فابریکو او بانکونو مشرانو او له مختلفو برخو څخه استازو هم ګډون کړی وو چې په وینا یې یوه ښه پایله به یې ترشا وي.
تر دې وړاندې دافغانستان د بهرنیو چارو وزیرمولوي امیرخان متقي مختلفو هیوادونو ته سفرونه درلودل ترڅو له افغانستان سره بشري مرستې او داقتصادي برخې ترڅنګ دسیاسي او نورو اړینو برخو کې اړیکې پیاوړې شي.