د افغانستان پرضد بندیزونه په خلکو اغیز شیندي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i111410-د_افغانستان_پرضد_بندیزونه_په_خلکو_اغیز_شیندي
صدای افغان خبري اژانس وايي د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش وايي په افغانستان باندې د بایکاټونو لګول باید د هیواد خلکو ته تاوان ونه رسوي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 23, 2022 01:25 Asia/Kabul
  • د افغانستان پرضد بندیزونه په خلکو اغیز شیندي

صدای افغان خبري اژانس وايي د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش وايي په افغانستان باندې د بایکاټونو لګول باید د هیواد خلکو ته تاوان ونه رسوي .

هغه وویل مونږ نشو کولای په هغو ناسمو کارونو سره چې د طالبانو ډلې لخوا ترسره کیږي د افغانستان خلک سزا کړو .

ګوټریش د افغانستان له خلکو سره د بشر دوستانه مرستو په زیاتولو باندې ټینګار سره وویل د هیواد خلک له ډیرو سختو حالاتو او د لوږې او د مرګ له خطر سره مخ دي .

د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش دغه راز وویل د ښځو او د انجلیو د حقوقو احترام او په ټول کښې د بشري حقوقو احترام د طالبانو د حکومت په رسمیت د پيژندلو لپاره ضروري ګامونه دي .

د تیر میلادي کال په اګست میاشت کښې واک ته د  طالبانو له رسیدا وروسته امریکا او ځینو نورو اروپايي هیوادونو د افغانستان کابو لس (۱۰) میلیارډه ډالر کنګل کړي دي چې دغه چارې د افغانستان اقتصادي حالات ډیر خراب کړي دي .

له بلې تراوسه د  نړۍ هیڅ هیواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پيژندلی .

د دنیا هیوادونه وايي چې طالبان باید د بشري حقوقو او د ښځو د حقوقو د احترام کولو ، د ټول ګډونه حکومت د جوړولو او د ځینو نورو اقداماتو د ترسره کولو په شمول شرطونه ومني او هغه عملي کړي .