د افغانستان له خلکو سره د نړیوالې ټولنې مرستې دوام لري
په افغانستان کښې د طالبانو د لنډمهاله حکومت مرکزي بانک د نړیوالې ټولنې له خوا د ۳۲ میلیون ډالرو نوره مرسته وشوه
تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې په افغانستان کښې د طالبانو د حکومت مرکزي بانک پرون په یوه خبرپاڼه کښې وویل چې له دغه هیواد سره د نړیوالې ټولنې د انساني مرستو د بهیر په دوام کښې د ۳۲ میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت د نقدو پیسو یوه جوپه کابل ته منتقله کړه.
د افغانستان مرکزي بانک د هغه ارګان په توګه چې د دغه هیواد په بانکي نظام باندې څارنه لري، د مرستو دغه جوپه د کابل له هوايي ډګر څخه دغه بانک ته منتقله کړه.
د طالبانو د حکومت مرکزي بانک له دغو مرستو د قدرونې په ترڅ کښې د افغانستان له خلکو سره د انساندوستانه مرستو د دوام غوښتنه وکړه.
څو ورځې مخکښې هم د افغانستان مرکزي بانک له نړیوالې ټولنې څخه ۳۲ میلیون ډالر مرسته ترلاسه کړې وه.