د ځینو رسنیو په ورانوونکی رول د طالبانو نیوکې
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت ویاند د مظاهرچیانو د ځپلو په هکله په هغه پوري د تړل شوي یو خبرو د ردولو تر څنګ وویل چي ځینې رسنۍ د طالبانو د کمزوري کولو هڅه کوي.
د طالبانو د اطلاع رسونې او د کلتور سرپرست وزیر او د حکومت ویاند دبیح ا... مجاهد په خپل ټوویټر کې ولیکل: د حکومت له مخالفینو او لاریون کوونکو په هکله یې د فرانسې له خبري اژانس سره خبرې ناسم تعبیر شوي دي.
مجاهد زیاته کړه: ځینو رسنیو د دښمنۍ له مخې زمونږ د خبرو په ناسم تعبیرولو سره، خلګو ته اندېښنې رامینځ ته کوي.
د طالبانو د حکومت ویاند وویل: د معترضانو د ځپلو لپاره د طالبانو د حق په اړه د فرانسې د خبري اژانس راپور ناسم بللی او هغه یې رد کړی دی.
تر دې مخکې د فرانسې خبري اژانس ویلي وه چي ذبیح ا... مجاهد ویلي چي طالبان دا حق لري چي مخالفین او معترضین وځپي او په محبس کې واچوي.