د افغانستان په غزني کې مرستې په انصاف سره نه ویشږي
داپه داسې حال کې دي چې د کابل پشمول په نوروولایتونو کې هم بې وځله کسان د مرستو دناعادلانه ویش شکایت کوي او له قومي اوسیاسی مسئلو ورآخوا د مرستو په انصاف سره د ویش غوښتونکي دي .
زمونږخبریال د صداي افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ، په مذهبی فعالیتونو کې د نه ګډون په پلمه دافغانستان په غزني ولایت کې دمرستو ناعادلانه ویش دښاریزو له اعتراضونو سره مخ شوی دی .
په راپور کې وئيل شوي دي ،په غزني ولایت کې ډیرې اړمنې کورنۍ وائي چې د حکومتی ادارو او موسیسو ترڅنګ د جوماتونو امامانو او ځاي ځينو مشرانو هم دوي په دې پلمه چې په جوماتونو کې فعال شتون نه لري ، له مرستو محرومه کړي دي .
په غزني ولایت کې یو شمیر بې وځله کورنۍ وائي ، چې تر دې دمه ئې هیڅ مرستې نه دي ترلاسه کړي او دوي په جدی توګه د مرستو د عادلانه ویش غوښتونکي دي .
ډیری کونډې او غریبانان وائي ، حکومتي ادارې او موسیسې دوي ته هیڅ مرستې نه ورکوي او وائي چې په جوماتونو کې د تاسو نه شتون سبب کیږي ، چې په مستخقینو کې ستاسو نومونه نه شاملیږي .
داپه داسې حال کې دي چې د کابل پشمول په نوروولایتونو کې هم بې وځله کسان د مرستو دناعادلانه ویش شکایت کوي او له قومي اوسیاسی مسئلو ورآخوا د مرستو په انصاف سره د ویش غوښتونکي دي .