طالبان له خپلو لیکو څخه کم عمره کسان اوباسي
Jan 25, 2022 07:03 Asia/Kabul
د ویلو ده چې طالبانو له دې مخکښې له خپلو لیکو څخه د نامطلوبو کسانو تر عنوان لاندې زرګونه کسان ایستلي دي
طالب چارواکو د ددغې ډلې د ځواکونو له لیکو څخه د نابالغه کسانو د ایستل کیدو په ضرورت باندې ټینګار وکړ
د طالبانو د موقته حکومت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت یو چارواکي مولوي راز محمد د دغې ډلې له پوځي قومندانانو سره په کتنه کښې وویل چې دغه وزارت به هغه کسان وباسي چې لا قانوني عمر ته نه دي رسیدلې.
د افغانستان په تیر حکومت کښې قانوني عمر، ۱۸ کاله اعلان شوی و خو طالبانو تراوسه د دغې ډلې د ځواکونو لپاره قانوني عمر نه دی ټاکلی.
د ویلو ده چې طالبانو له دې مخکښې له خپلو لیکو څخه د نامطلوبو کسانو تر عنوان لاندې زرګونه کسان ایستلي دي.
ټیګونه