متقي د اوسلو غونډه یوه مهمه بریا وبلله
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i111536-متقي_د_اوسلو_غونډه_یوه_مهمه_بریا_وبلله
د طالبانو حکومت وایي د اوسلو غونډه ستره لاس ته راوړنه ده
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Jan 25, 2022 07:32 Asia/Kabul
  • متقي د اوسلو غونډه یوه مهمه بریا وبلله

د طالبانو حکومت وایي د اوسلو غونډه ستره لاس ته راوړنه ده

افغانستان کښې د طالبانو د موقته حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي اسوشټېډ پریس ته ویلي چې د اوسلو غونډه د افغانستان د راتلونکې لپاره غوره او مهمه لاس ته راوړنه ده.

دده په وینا په دې غونډه کې دوی پوه شول چې مرستندویه هېوادونه، افغانان یوازې نه پرېږدي او له افغانستان سره د بشري مرستو په برخه کې د نړیوالو لیوالتیا ډېره ده.

بلخوا راپورونه وایي چې په اوسلو کې افغان لوري د ناروې له متحدو هېوادونو او د نړیوالې ټولنې له ځينو استازو سره د ښوونې او روزنې، بشردوستانه مرستو، روغتیا او د کنګل شوې شتمنۍ پر ازادولو خبرې او بحثونه کړي دي.