یونیسف یوځل بیا د افغان ماشومانو د خوارځواکۍ خبرداری ورکړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i111542-یونیسف_یوځل_بیا_د_افغان_ماشومانو_د_خوارځواکۍ_خبرداری_ورکړ
د ملګرو ملتو له ماشومانو د ملاتړ د بسپنې (یونیسف) د عامه اړیکو مسئول، په افغانستان کښې د ماشومانو د خوارځواکۍ په هکله خبرداری ورکړ
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 25, 2022 08:12 Asia/Kabul
  • یونیسف یوځل بیا د افغان ماشومانو د خوارځواکۍ خبرداری ورکړ

د ملګرو ملتو له ماشومانو د ملاتړ د بسپنې (یونیسف) د عامه اړیکو مسئول، په افغانستان کښې د ماشومانو د خوارځواکۍ په هکله خبرداری ورکړ

پراوران مهات چې افغانستان ته تلی دی، په کابل کښې د یو روغتون له کتنې وروسته د ټویټري پیغام له لارې له افغان ماشومانو سره د سمدستي مرستې غوښتنه وکړه

هغه د خپلو ماشومانو له خوارځواکۍ څخه د کورنیو اندیښنو ته په اشارې سره، له ټولو مرستندویه ارګانونو وغوښتل چې په افغانستان کښې د ماشومانو د خوراک د کمي د خطر  د ختمولو په موخه، له دغه هیواد سره خوراکي او درملیزې مرستې زیاتې کړي.

د یونیسف دغه چارواکي په خپلو پیغام کښې ولیکل: افغان ماشومان هم دا اوس فوري مرستو ته اړتیا لري.

تیره اونۍ د ماشومانو د ژغورنې کمیټې هم خبرداری ورکړی و چې که افغانستان ته سمدستي مرستې ونه لیږدول شي نو په دغه هیواد کښې به ۱۴ میلیونه ماشومان د خوارځواکۍ سره سخت خطر سره مخامخ شي.

دا په داسې حال کښې دي چې امریکې په افغانستان باندې د طالبانو له واکمنیدو وروسته د دغه هیواد شتمنۍ کنګل کړې دي او اقتصادي کړکیچ یې رامینځته کړی دی. د افغانستان د خلکو له اعتراضونو او د نړیوالو له غوښتنو سره سره، امریکا تیاره نه شوه چې د افغانانو شتمني آزاده کړي.