د اسیا پراختیا بانک له افغانستان سره مالي مرسته کوي
اوا خبري اژانس وايي د اسیا پراختیا بانک د روزنې ، د خواړو د امنیت او د روغتیا د خدماتو په برخه کښې د خلکو د ملاتړ لپاره له افغانستان سره څلورسوه پینځه (۴۰۵) میلیونه ډالره مرسته کوي .
د اسیا پراختیا بانک نن ووویل د افغانستان د روزنې ، د روغتیایي ضروري خدماتو له وړاندې کولو سره د مرستې او د خوراکي شیانو د امنیت د ملاتړ لپاره خپله څلوره سوه پینځه (۴۰۵) میلیونه ډالره مرسته تصویب کړي ده .
ټاکل شوي ده چې د اسیا د پراختیا بانک دغه مرستې د ملګروملتونو څلورو (۴) اژانسونو ته چې په افغانستان کښې شتون لري ورکړل شي .
دا په داسې حال کښې چې په افغانستان کښې د طالبانو په واکمنیدا سره دغه هیواد له سخت اقتصادي کړکیچ سره مخامخ شوی دی او د نړیوالو ادارو د راپورونو پراساس حاضردمه په افغانستان کښې لوږه او قحطۍ میلیونونو خلکو ته ګواښ کوي .
د تیر میلادي کال د اګست د میاشتې په پینځلسمه (۱۵) نیټه واک ته د طالبانو له رسیدا وروسته امریکا او نورو لویدیځو هیوادونو د افغانستان کابو لس (۱۰) میلیارډه ډالره شتمنۍ کنګل کړي او هغو ته د طالبانو د لاسرسي مخه یې نیولي ده دغه اقدام د افغانستان اقتصادي حالت نور هم پسې خراب کړی دی .