بدخشان کښې د ښځو یوازنۍ ځانګړې راډیو دوباره کار پیل کړ
Jan 30, 2022 09:02 Asia/Kabul
د طالبانو موقته حکومت د دغې راډیو د کاکونکو میرمنو له خوا د حجاب او پردې په خیال ساتنې ټینګار کړی دی
په بدخشان ولایت کښې د افغان میرمنو یوازنې ځانګړې راډیو د پنځو میاشتو له ځنډ وروسته د طالبانو د لنډمهاله حکومت د یوشمیر چارواکو په شتون سره خپل کار یوځل بیا پيل کړ
د (حریمِ زن) په نامه راډیو پرون د بدخشان ولایت لپاره د طالبانو د لندمهاله حکومت د ځايي چارواکو په شتون سره، په فیض آباد ښار کښې د خپل کار دوباره شروع کړ.
خبر زیاتوي چې د دغې راډیو ټول کارکونکي ښځې دي او د کار وخت یې د سهار له اتو نه د مازیګر تر څلورو بجو پورې دی.
د دغې راډیو د فعالیت د بندیدو اصلي وجه، مالي ستونزې وې.
د طالبانو موقته حکومت د دغې راډیو د کاکونکو میرمنو له خوا د حجاب او پردې په خیال ساتنې ټینګار لري.
ټیګونه