د طالبانو په خلاف تبليغ ممنوع اعلان شو
د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور مشرد رسانه اي فعاليت لپاره د نوي دستورالعمل په جاري کولو سره له خبريالانو وغوښتل د طالب حکومت په خلاف دې له هر ډول منفي تبليغ او پروپېګنډو ډډه وکړي.
د افق خبري آژانس د رپوټ له مخې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور مشر مولوي هروي پرون په هرات ولايت کښې له خبريالانو سره په خبرو کښې له هغوي وغوښتل له دغې ډلې څخه د ملاتړ ترڅنګه دې په خبرونو کښې د "طالبانو" په ځاے له "اسلامي امارت" عبارت څخه استفاده وکړي.
هروي زياته کړه، رسنۍ پکار دے د نظام په خلاف منفي تبليغ، د حکومت په خلاف د عمومي ذهنونو له هڅولو او قامي تعصباتو ته له لمن وهلو څخه ډډه وکړي.
د طالبانو د امربالمعروف و نهي عن المنکر وزارت هم څو ورځې مخکې په يو دستورالعمل کښې له تصويري رسنيو وغوښتل چې د شرعي اصولو او د افغانستان د ارزښتونو په خلاف دې فلېمونه خپارۀ نه کړي.
په دغه دستورالعمل کښې راغلي دي چې د هغو کورنيو او بهرنيو فېلمونو خپرېدل چې پکښې د پرديو کلتور، آداب او رسوم منعکس شوي وي او په ټولنه کښې د بداخلاقۍسبب کيږي منعنې دي.
د افغانستان د ځاي رسنيو چارواکو د طالبانو د نويو قوانينو په ردعمل کښې ويلي دي چې که حالات په دې طريقې سره دوام ومومي نو رسنې به خپل فعاليتونه په ټپه اودروي.
د خپرو شويو رپوټونو له مخې په افغانستان باندې د طالبانو له تسلطه وروسته په دغه هېواد کښې له يونيم سلو زياتو رسنيو فعاليتونه بند شوي او په سلګونو خبريالان او د رسنيو کارکؤنکي د افغانستان پرېښودو ه مجبور شوي دي.