یونیسف یوځل بیا د افغان ماشومانو د حالت په هکله خبرداری ورکړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i111886-یونیسف_یوځل_بیا_د_افغان_ماشومانو_د_حالت_په_هکله_خبرداری_ورکړ
د ملګرو ملتو له ماشومانو د ملاتړ بسپنې د افغانستان د ماشومانو او کورنیو د حالت په هکله یوځل بیا خبرداری ورکړی او ټینګار لري چې د بیړنیو مرستو پرته به په دې ژمي کښې ډیر ماشومان مړه شي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 02, 2022 02:09 Asia/Kabul
  • یونیسف یوځل بیا د افغان ماشومانو د حالت په هکله خبرداری ورکړ

د ملګرو ملتو له ماشومانو د ملاتړ بسپنې د افغانستان د ماشومانو او کورنیو د حالت په هکله یوځل بیا خبرداری ورکړی او ټینګار لري چې د بیړنیو مرستو پرته به په دې ژمي کښې ډیر ماشومان مړه شي

د یونیسف په شمول نړیوالو انساندوستانه سازمانونو د افغانستان د خلکو د وضعیت په اړه په کراتو خبرداري ورکړي دي خو بندیزونه لاهم روان دي او امریکایان تراوسه د دغه هیواد د لس میلیارډ ډالري شتمنۍ آزادولو ته غاړه نه ږدي.

په جرمني کښې د یونیسف د برخې مشر کرسټین شنایډر چې افغانستان ته په سفر تلی دی، انساني مرستو ته د ۱۳ میلیونه افغان ماشومانو په سخت ضرورت باندې په ټینګار سره یې، د ماشومانو او کورنیو د انځورونو لیدل ډیر خواشینونکي وبلل.

هغه په دې سخت ساړه کښې د خلکو ستونزو ته اشاره وکړه او ویې ویل: زیاتره ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخامخ دي او د ماشومانو کلینیکونه په بې شمیره ناروغانو سره، بې له تزریقي تغذیې او طبي مرستو، د ژمي په دې موسم کښې خپل کار جاري نه شي ساتلې.

د ویلو ده چې د افغانستان په هکله د یونیسف رپورټونه او خبرداري تقریباً هره ورځ خپریږي.