د طالبانو حکومت یوه بله ښځه د ريیسې په توګه وګمارله
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i111890-د_طالبانو_حکومت_یوه_بله_ښځه_د_ريیسې_په_توګه_وګمارله
د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت په وړاندیز ډاکتره ارین د کابل د شهرآرا تدریسي روغتون د ريیسې په توګه وټاکل شوه
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 02, 2022 02:51 Asia/Kabul
  • د طالبانو حکومت یوه بله ښځه د ريیسې په توګه وګمارله

د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت په وړاندیز ډاکتره ارین د کابل د شهرآرا تدریسي روغتون د ريیسې په توګه وټاکل شوه

تاند خبري سایټ لیکلي دي چې وړمه ورځ هم د طالبانو حکومت د لومړي ځل لپاره یوه ښځه مقرره کړې وه.

د طالبانو د حکومت د ویندوی ذبیح الله مجاهد په وینا آغلې ملالۍ رحیم د ملالۍ زېږنتون د ريیسې په توګه ګومارل شوې ده.

طالبان په افغانستان او نړۍ کې په دې خاطر تر فشار لاندې دي چې ښځو ته هیڅ راز حقونه نه ورکوي. وروستۍ ګمارنې هیله غوړوي چې طالبان نور اصلاحات هم وکړي، ښځو ته لا ډېره موقع ورکړي او په دې توګه په نړۍ او افغانستان کې خپل مشروعیت ته لاره هواره کړي.

د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره د نړیوالې ټولنې یوه اساسي غوښتنه دا ده چې طالبان د ښځو حقونه په رسمیت وپېژني.

تر دې دمه هیڅ هیواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.